
اعلاميې
اسلامي امارت: د فلسطين په جنين ښار کې د غاصبو اسرائيلي ځواکونو بريد ظالمانه دی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د فلسطين په جنين ښار کې د غاصبو اسرائيلي ځواکونو بريد ظالمانه بللي او په کلکو ټکو يې غندلی دی.د ياد وزارت وياند په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې په جنين ښار کې د اسرائيلي ځواکونو ظالمانه بريد په کلکو ټکو غندي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د فلسطين په جنين ښار کې د غاصبو اسرائيلي ځواکونو بريد ظالمانه بللي او په کلکو ټکو يې غندلی دی.د ياد وزارت وياند په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې په جنين ښار کې د اسرائيلي ځواکونو ظالمانه بريد په کلکو ټکو غندي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د وړمې ورځې د غاصبو اسرائيلي ځواکونو په دې بريد کې يو شمېر بېګناه فلسطينيان شهيدان او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي، چې په شهيد شويو فلسطينيانو کې يو تن ۱۵ کلن هلک هم شامل دی. د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو له لوري په مظلومو فلسطينيانو دغه ډول بشر ضد کړنې له نړيوالو، اسلامي او انساني قوانينو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول دي.