سیاست او دولت

اسلامي امارت د «شر» پر سیاست باور نه لري

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د «شر» پر سیاست باور نه لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د «شر» پر سیاست باور نه لري.ښاغلي عمري وړاندې زیاته کړې چې د افغان حکومت نیت او چار د ځان او سیمې په ښېګڼه دی.کورنیو چارو وزارت مرستیال له خپل پاکستاني سیال سره په خبرو کې د بشام پېښه غندلې او یاده پېښه یې ناوړه بللې ده.نوموړي د دې لیدنې په ترڅ کې ویلي چې خاوره یې د هېچا پر وړاندې نه کاریږي او له نورو هېوادونو هم ورته تقاضا لري.د افغانستان کورنیو  چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري خپل پاکستاني سیال ته په کنایي ژبه ویلي چې موږ باید د خپلو سیمو امنیت په خپله غاړه واخلو او د مسایلو د تحریف پر ځای باید د واقعي همکارۍ په پار هڅه وکړو.د یادونې وړ ده چې نږدې یوه نیمه میاشت وړاندېد خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې ۵ انجینران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی په یوه برید کې ووژل شول. دغه چینایان د داسو اوبو بند قراردادیان و چې کورنیو ته د پاکستان حکومت غرامت منلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button