
اسلامي امارت د سياست په ډګر کې !
د افغانستان داسلامي امارت د مدبرانه قيادت او دطالبانو د اسلامي تحريک د سپېڅلو مجاهدينو د مستحکم هوډ متين عزم او لامثاله قربانيو په پايله کې د امريکاتر رهبرۍ لاندې د ناټو ائتلاف د ۴۸ غړو هيوادونو اشغالګرو ځواکونو ماتې وخوړه او د امريکا جمهورئيس جوبايدن هم پرخپلې شرمېدلې ماتې اعتراف وکړ او افغانستان يې د نړۍ د استعماري طاقتونو قبرستان ياد کړ.
د افغانستان داسلامي امارت د مدبرانه قيادت او دطالبانو د اسلامي تحريک د سپېڅلو مجاهدينو د مستحکم هوډ متين عزم او لامثاله قربانيو په پايله کې د امريکاتر رهبرۍ لاندې د ناټو ائتلاف د ۴۸ غړو هيوادونو اشغالګرو ځواکونو ماتې وخوړه او د امريکا جمهورئيس جوبايدن هم پرخپلې شرمېدلې ماتې اعتراف وکړ او افغانستان يې د نړۍ د استعماري طاقتونو قبرستان ياد کړ. که څه هم په دې نابرابر جنګ کې زموږ په لسګونو زره بې ګناه او مظلوم هيوادوال له خپل هيواد او اسلام څخه ددفاع په موخه په شهادت ورسېدل ، خو د غوښې او فولادو ترمنځ په دغه جنګ کې اشغالګرانو له هېڅ ډول جنايتونو څخه ډه ونه کړه حتی چې د ودونو او جنازو په مراسمو يې هم بمبارۍ وکړې او د بمونو د مور په نامه بم يې هم د ننګرهار په اچين کې خو بالاخره له شلو کلونو اوږده جنګ وروسته د ۱۴۰۱ لمريز کال دوږي پر نهمه وروستی امريکايې عسکر شپې په تياره کې زموږ له هيواده خپلې پښی سپکې کړې او خړې سترګې زموږ له وطن څخه تېښتې ته اړشو او په دې شکل د اشغال لړۍ پای ته ورسېده د اسلامي امارت مجاهدينو د هيواد پر ټوله جغرافيه کنټرول ټينګ کړه ، د قدرت جزيرې ختمې شوې ، د غصب لړۍ پای ته ورسېده ، د غلامخه ونيول شوه ، امنيت تامين شو، د کابل سيند له نشه يانو پاک او معتادين د درملنې په موخه روغتونونو ته واستول شول، اسلامي نظام حاکم شو، پر ټلګټو او ملي پروژو عملي کار پيل شو، پر عمومي سرکونو د بيا رغونې چارې جريان لري. د پلازمېنې کابل څلور لارې له سره ورغول شوې، د تعليمې نصاب په برخه هم زيات کار وشو، کابل ښاروالۍ هم ددغه ښکلی ښار په صفا کولو او بيارغونه کې دپام وړکار کړی او دغه لړۍ لا دوام لري. د بهرنيو چارو وزارت ، هم سرپرست د خپل نا پيلی سياست په تعقيب دنړۍ بېلابېلو هيوادونو ته د سفر په ترڅ کې هغوی ته ډاډ ورکوی، چې د افغانستان خاوره په د هېڅ کوم هيواد پر ضد نه کارول کېږي او موږ په هېچاته ددې اجازه ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر خلاف وکارول شي او له نورو هيوادونو څخه هم ورته غوښتنه لرو. ددوحې دسولې مذاکرات مو هم په بريالۍ توګه سرته ورسول . موږ پر خپلو ژمنو ولاړيو اوله مقابل لوري هم غواړو ، چې خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندي. د افغانستان اسلامي امارت درسميت پېژندنې لپاره ټول شرايط پوره کړي نو دامريکا مشرۍ نړيواله ټولنه دې له افغانانو په ي،ه اوبله پلمه انتقام نه اخلي او له ټولو غوښتنه کوو، چې اسلامي امارت په رسميت و پېژني.