سیاست او دولت

اسلامي امارت: د دوحې د درېيمې غونډې د څرنګوالي له څېړلو وروسته به خپل دريځ اعلان کړو

اسلامي امارت د دوحې په درېيمه غونډه کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی .د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي توماس نيکلاسن ليدنه کړې.

اسلامي امارت د دوحې په درېيمه غونډه کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی .د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي توماس نيکلاسن ليدنه کړې.په دې ليدنه کې ښاغلي نيکلاسن د دوحې په درېيمه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهميت ټينګار کړی، چې په ترڅ کې به يې پر مهمو مسايلو بحث او خبرې وشي.نوموړي همداراز د دې ناستې په اړه خپلې ملاحظې د بهرنيو چارو له وزير سره شريکې کړې دي.مولوي اميرخان متقي ويلي، چې کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيالې آغلې روزمري ډيکارلو سره يې ګټورې خبرې کړې دي.نوموړي زياته کړې، چې اسلامي امارت د دوحې درېيمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به يې خپل دريځ اعلان کړي.ښاغلي متقي ټينګار کړی، چې د افغانستان د اسلامي امارت پاليسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېيمه ناسته کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی، چې پايله يې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.د بهرنيو چارو د وزير په وينا؛ افغانستان له ۴۵ کلونو جګړو او ويجاړيو وروسته بشپړ امنيت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پام ‌وړ مثبتې لاسته‌راوړنې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button