
اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د وروستي راپور هرکلی وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی دی.په اعلاميه کې ويل شوي دي: (( د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ م کال د اگست په ۳۱ مه راپور خپور شوی ، چې په کې د افغانستان اقتصادي وضعيت په برخه کې ترسره شوي پرمختګونه را اخيستل شوي دي.))د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت، د اقتصادي وضعيت په تړاو د نړيوال بانک له لوري د خپور شوي راپور ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې په راپور کې راغلي واقعيتونه او پرمختګونه يو عيني واقعيت دي چې ياد بانک نړۍ ته وړاندې کړی دی.د اقتصادي معاونيت په باور؛ که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بنديزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ نو افغانســــــتان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.دغه راز په اعلاميه کې له ټولو نړيوالو سازمانونو غوښتل شوي، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي ،چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې رامنځته کېږي؛ ځکه په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعي وضعيت او دلته له ترسره شويو پرمختګونو څخه خبر شي.د افغانستان اسلامي امارت همدا رنګه پر نړيوال بانک غږ کړی؛ هغه پروژې ،چې د دغه سازمان له لوري تمويلېدې او اوس يې کارونه نيمګړي پاتې دي، بېرته پيل او چارې دې بشپړې کړي.د يادونې وړ ده چې د نړيوال بانک په وروستي راپور کې ويل شوي ،چې په افغانستان کې د انفلاسيون کچه د تېرو مياشتو په پرتله نوره هم راټيټه شوې ده؛ په کور دننه د خوراکي توکو په توليد کې زياتوالي راغلی دی؛ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی؛ د خوراکي او غير خوراکي توکو په بيو کې ټيټوالي راغلي دي؛ په بانکي سيستم کې پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول د سوداګريزو شرکتونو لپاره آسانتياوې رامنځته شوې دي؛ کاري فرصتونه زيات شوي دي؛ د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوايدو کچه هم لوړه شوې ده، د دولتي کارکوونکو معاش په وخت ورکړل شوي او خلکو ته با كيفيته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي.