سیاست او دولت

اسلامي امارت داسې پروژې پلې کړې چې تېر کې د کاغذ پر مخ پرتې وې

9 / 100

ارګ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرسره  د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر علماوو او قومي مشرانو د لیدنې خبر ورکړی دی. دغو علماوو او قومي مشرانو په خپلو سيمو کې د سراسري امنیت په ټینګښت او د رغنيزو پروژو د کارونو په دوام خوښي ښودلې. دوی د ولسونو د ارامۍ او هوساینې په موخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

 یادو قومي مشرانو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو د رسېدو  په موخه د سیمه ییزې حکومتولۍ او ولسونو پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او ويي ویل، ولسونه له سیمه ییزو ادارو سره همکار دي.

 مولوي عبدالکبیر، علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ولس پر مټ او ملاتړ هغه لويې پروژې پيل کړي چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې او د پیل شونتیا یې نه وه.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، ټولې امارتي ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسولیت او دنده ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button