مقالې او تبصرې

اسلامي امارت  ته د غرب نوې دسيسه

د امريکا په مشرۍ غرب ، نننۍ نړۍ او شته ولسونه نږدې ۷۸ کاله کيږي چې په خپله ولکه کې نيولي او د حاکميت جال يې پرې غوړولي  دي. د امريکا په مشرۍ د غرب حاکميت د ژوند ټولو برخو کې شامل دی.  له سياسي حاکميته نيولې بيا تر  فکري، اقتصادي، نظامي، ټولنيز او ټکنالوژيکي حاکميته پورې. په دې ټولو برخو کې غرب مخکښ او موږ يې شاته روان يو. د دې حاکميت د ساتلو لپاره، دوي له مختلفو او پيچلو سياستونو، پاليسيو او اساليبو څخه کار اخلي تر څو هيڅوک د دې جرئت و نه کړي چې د امريکا په مشرۍ د غرب د حاکميت په وړاندې ودريږي. هر هغه قوم يا ملت چې د امريکا يا غرب حاکميت و ننګوي، نو په وړاندې يې له ډول ډول توطيو، دسيسو او پاليسيو کار اخلي. نظامي يرغل يې وروستی  هغه دی چې کاروي يې.

ليکوال: نصرت الله حقپال

د امريکا په مشرۍ غرب ، نننۍ نړۍ او شته ولسونه نږدې ۷۸ کاله کيږي چې په خپله ولکه کې نيولي او د حاکميت جال يې پرې غوړولي  دي. د امريکا په مشرۍ د غرب حاکميت د ژوند ټولو برخو کې شامل دی.  له سياسي حاکميته نيولې بيا تر  فکري، اقتصادي، نظامي، ټولنيز او ټکنالوژيکي حاکميته پورې. په دې ټولو برخو کې غرب مخکښ او موږ يې شاته روان يو. د دې حاکميت د ساتلو لپاره، دوي له مختلفو او پيچلو سياستونو، پاليسيو او اساليبو څخه کار اخلي تر څو هيڅوک د دې جرئت و نه کړي چې د امريکا په مشرۍ د غرب د حاکميت په وړاندې ودريږي. هر هغه قوم يا ملت چې د امريکا يا غرب حاکميت و ننګوي، نو په وړاندې يې له ډول ډول توطيو، دسيسو او پاليسيو کار اخلي. نظامي يرغل يې وروستی  هغه دی چې کاروي يې.

په ننني عصر کې، اسلامي امارت د ځمکې پر مخ يوازني هغه دولت دي چې د نړيوال حاکم نظم، قوانينو، ارزښتونو او مفاهيمو خلاف، تر ډيره د ژوند جلا قوانين، ارزښتونه، مفاهيم او ليدلوري لري. دا حالت امريکا او غرب ته د منلو نه دی، ځکه چې ډير يې پر اسلامي عقيده او اسلامي شريعت بِنا دي.

 امريکايي او غربي دولتونه اسلامي ژ وند او اسلامي  دولت په اوږدمهالې توګه د خپل تمدن، حاکميت، د ژوند بڼې او اساسي ارزښتونو ته خطر بولي. په همدې دليل، د دې دولت د تضعيف، بدنامۍ، تفرقې او حتي نابودي لپاره رنګارنګ توطئې او دسيسې جوړوي او عملي کوي يې. د دغو دسيسو په لړ کې، له ټولو نوې او خطرناکه هغه يې، د افغانستان د اسلامي امارت  د مشرانو ترمنځ تفرقه او درز اچول دي. امريکا او متحدين يې د لاندې اصطلاحاتو په ترويج او عام کولو سره،  غواړي  چې د امارت مشري په دوو برخو «تُندلاري او معتدلو» سره و ويشي. د تفرقې او درز اچولو لپاره،  د دوي سياستوال، فکري مراکز او رسنۍ لاندې اصطلاحات کاروي چې د ټولو اساسي هدف يو دي:

  • Hardliners vs Moderate
  • Good Taliban vs Bad Taliban
  • Kandahari Leaders vs Kabul Cabinet
  • Kandahari Taliban vs Kabul Taliban
  • Traditional Taliban vs De Facto Authorities
  • Internal Coherence
  • Ideologues Taliban vs Pragmatic Elements
  • Diverging Opinions

دا له ورايه معلومه  ده چې  د پورته  اصطلاحاتو ترشا د امريکا او غربي سياستوالو څه هدف پروت دي. «يوازې او يوازې د امارت د مشرتابه په  منځ کې د تفرقې او درز اچول دي او بس. په شعوري او غير شعوري ډول دا په افغانانو او افغان مشرانو منل چې ګويا د دوی د مشرانو په منځ کې ژور اختلاف پروت دی.  امريکا او متحدين يې د امارت مشران په دوو لويو ډلو ويشي چې يوه هغه يې تُندلارې او افراطي ده او بله هغه يې معتدله او منځ‌لارې ده. تُندلارې ډله په کندهار کې ده چې مشري يې د امارت مشر  شيخ هيبت الله کوي. معتدله او منځ‌لارې يې په کابل کې ميشته ده او د حکومت اجرايوي برخه جوړوي. دويمه هغې يې غواړي  چې له دنيا سره تعامل وکړي او دنيا کولي شي چې له دې برخې سره کار وکړي. خو هغه د کندهار تندلارې ډلې سره دنيا کار نه شي کولي او د تفاهم په ژبه هم نه پوهيږي».

ښه، دا سمه او طبيعي خبره ده چې افغانان به په خپلو منځونو کې په ځينو مسايلو اختلاف لري. دا کومه نوې او نادوده خبره نه  ده. د نظر اختلاف د انسانانو ترمنځ وي او دې کې خير او  حکمت پروت وي. حتي د نړۍ ځواکمنو او پرمختللو دولتونو کې هم دا مسئله معمول ده. موږ بايد خپل اختلاف په معقوله او سالمه توګه حل  کړو چې تر  سياسي تفرقې او نظامي  کړکيچه و نه رسيږي. اسلامي شريعت په  دې برخه کې کافي لارښوونې او حللارې لري چې پرمټ يې موږ خپل  اختلافات حل کړو. څه  چې د اختلاف په نامه ياديږي، هغه دومره  ستر نه  دي  چې د تفرقې تر  مرزه و رسېږي.

کومه خطرناکه دسيسه چې د پورته  اصطلاحاتو ترشا پرته ده، خورا لويه او بنسټيزه ده. ځکه چې غرب او امريکا غواړي يوځل بيا خپل شوم  هدف تعقيب کړي. تېر  ۲۰ کاله يې په نظامي  لحاظ افغانان تباه کړل، هم يې خپله و وژل او هم يې په خپلو کې سره و جنګول. په لسګونو زره افغانان په خپلمنځي جګړو کې و وژل شول. کله چې د الله تعالي په فضل او نصرت امريکا په نظامي ډګر کې له شرمه ډکه ماتې وخوړله، اوس غواړي چې له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو خپل کرغېړن هدف ته ورسيږي. روانه توطيه ډيره خطرناکه او بد عواقب لري. اوس شايد مهمه معلومه نه شي، خو عاقبت يې ډير شوم او خطرناک دی.

په دې توګه، موږ د امارت  مشرتابه  او افغان ولس ته د روانې خطرناکې دسيسې خبرداری ورکوو. دوي بايد د امريکا او غرب دسيسو ته جدي متوجه اوسي. څه چې د دې اصطلاحاتو ترشا روان دي، ډير خطرناک دي. که امريکا په دې وتوانيږي چې په دې اساليبو او تکتيکونو د امارت په مشرتابه کې درز واچوي، نو هغه څه يې چې په ۲۰ کلنه  نظامي جګړه کې ترلاسه نه کړل، په اسانۍ سره به يې په سياسي او ډيپلوماتيک ميدان کې تر لاسه  کړي.

نو ټول ولس او د امارت  مشران بايد هوښيار او بيداره اوسي او پرې نه ږدي چې د مشرانو په منځ کې د تفرقې او ډلبنديو په اچولو سره امريکا بريالۍ شي او د مسلمانانو واحد صف تجزيه کړي. د دوي هره توطيه او دسيسه بايد په نطفه کې خنثي کړو. مومن دوه ځله له يوې سوړې نه چيچل کيږي. خپل اختلافات بايد په معقوله توګه او د اسلامي شريعت په رڼا کې حل کړو. د تفاهم ژبه پيدا او دښمن ته و ښيو چې نور تاسو نه شئ کولی چې مسلمانان او د هغوی مشران د خپلو شيطاني دسيسو ښکار او متفرق کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button