سیاست او دولت

اسلامي امارت به ډېر ژرله ګوښتوبه راووځي

د افغانستان او د نړۍ خلک د دې شاهدان او ګوري چې د افغانستان اسلامي امارت چې په ۱۴۰۲ هه ش کال د اسد په ۲۵مه د دوحی د کنفرانس چې د۲۰۲۱ م کال دفثبرورۍ پر ۲۹مه د امریکي او دهغوي د متحدینو د اشغال په وړاندي واک ته ورسید هیلي او غوښتنې داسې وي چې د امنیت اوثبات ترڅنګه به په هیواد کې هر څه سم شي خو داسې هم ونه شول دافغانستان دا خلي اوبهرنیو دښمنانو په ټول توان او طاقت په ډول، ډول دسیسو او توطیو لاس پوري کړ

د افغانستان او د نړۍ خلک د دې شاهدان او ګوري چې د افغانستان اسلامي امارت چې په ۱۴۰۲ هه ش کال د اسد په ۲۵مه د دوحی د کنفرانس چې د۲۰۲۱ م کال دفثبرورۍ پر ۲۹مه د امریکي او دهغوي د متحدینو د اشغال په وړاندي واک ته ورسید هیلي او غوښتنې داسې وي چې د امنیت اوثبات ترڅنګه به په هیواد کې هر څه سم شي خو داسې هم ونه شول دافغانستان دا خلي اوبهرنیو دښمنانو په ټول توان او طاقت په ډول، ډول دسیسو او توطیو لاس پوري کړ دافغانستان هغه په میلیاردونو ډالر چې دافغانستان دملي اقتصاد پشتوانه وه هغه ېې بنده او کنګل کړه بانکې سیستم ېې فلج کړاو دافغانستان د رسمیت پیژندني پروسه ېې ټګنۍ او د خنډونو او موانعوسره مخامخ کړه په هیواد کې ېې د کار او روزګار سرچینې او منابع له ستونزو سره مخامخ شوي او په نتیجه کې په ټول هیواد کي لوږه او فقر لار هواره شوه خو د خداي ج په نصرت او مرستې سره اسلامي امارت وکولای شول په خپلو داخلي تولیداتو او محصولاتو تکېاوکړي.دافغانستان مسلمان اوبادیانه خلک ښه پوهیږې چي ددي ټولو دسیسو او توطیو تر شا دافغانستان دخلکو پټ اوښکاره ښمنان لاسونه لري خو دوي دي په دي پوه شي چې دی ناوړه انسان ضد او بشرۍضد اعمالو ته لمن وهل د افغانانو اراده نه شي ماتولي.اصلا دوي نه غواړي چي دا هیواد پرمختګ او انکشاف وکړي اوپه سیاسي ، پوځې او اقتصادي لحاظ په خپل ځان بسیا او متکې شي بلکي غواړي دا هیواد په نړیواله سطحه ګوښه او منزوي پاتي شي.دافغانستان داسلامي امارت چارواکې په پوره حوصلمندۍ او بصیرت سره لګیادي په هیواد کې د سراسري سولي او امنیت ترڅنګ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ پلانونه مخ ته وړي چې ښه مثال ېې د قوش تیپي د کانال د لوي اقتصادي پروژو او نورو زیربناېې پروژو جوړول دي چې دهیواد دښي راتلونکې زیري ورکوي.

د نړۍ هیوادونه اوس په دې ښه پوهېږې چې دافغانستان داسلامي امارت سره سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې او تعاملات د وخت اساسي غوښتنه چې باید تر سره شي همدا عوامل وو چي دچین ولسي جمهوریت او دروسېې هیوادونو مشرانو خپل سفیران اودیبلوماتان کابل ته راولیږلچې اوس دافغانستان اسلامي امارت په قرار، قرا د ګوښتوب او انزوا څخه راوژي.دلته زموږ اساسي خبره او بحث هم په همدي دي چي افغانستان به په نژدي وختونو کي په نړیوال سیج کې قرار ، قرار یو ځل بیا وځلیږېد افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايې چې مولوي بدرالدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د نوي سفیر په حیث پیژندل شوی اوپه خپلي دندې پیل کړی.

ښکاره ده چې نوي سفیر به د دواړو هیوادونوترمنځ دسیاسي ، اقتصادي او نورو هر اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې ښه او اغیزمن رول ولوبوي او د نړۍ هیوادونه به تشویق او ، وهڅوي چې خپل سفیران او دیپلوماتان کابل ته را ولېږې .

د افغانستان اسلامي امارت په تیره بیا دبهرنیو چارو وزارت ته پکار دي چې ځیرک ، مسلکي او کارپوه دیپلوماتان چې لږ ترلږه په څو نړیوالو ژبو وپوهیږي د سفیرانواو دیپلوماتانوپه حیث د نړۍ هیوادونو ته ور وپیزني چې نه یوازي په بهر د خپلو ملي منافعو او ګټو او څخه دفاع وکړي بلکې افغانستان د نړۍ هیوادونو ته د یو سوله ییز او امن غوښتونکې هیواد په حیث ور وپیژني.

سرحدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button