سیاست

اسلامي امارت ايران ته: د هلمند سېند د اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن يوو

اسلامي امارت د ايران د بهرنيو چارو د وزير حسين امير عبداللهيان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ويلي يې و، د هلمند سېند د ډېرو اوبو ترلاسه کولو لپاره له ټولو لاروچارو کار اخيستلی شو ،وايي: افغانستان د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی، خو وروستيو وچکاليو دواړه لوري اغېزمن کړي دي.د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي رسنيو ته ويلي ،چې ايران ته د هلمند سيند د حق‌ابې له ورکړې سره کومه ستونزه نه لري.د چارو شنونکي بيا د ايران د بهرنيو چارو د وزير څرګندونو په اړه وايي: د ايران حکومت په ورته څرګندونو سره غواړي ،چې خپلې کورنۍ ستونزې د اوسني حکومت پر غاړه واچوي او د خپلو خلکو له ملامتۍ ځان خلاص کړي.د نړيوالو اړيکو شنونکي مصطفي مدثر وايي: ايران په ډېرې سپين‌سترګۍ سره غواړي د هلمند له سېند څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي، خو هغه موسمي سېلابونه چې تل د ايران خاورې ته روان وي، نه يې حسابوي.د ده په خبره: اوس چې د هلمند سيند کې اوبه کمې شوي، د افغانستان او ايران ترمنځ د يادو اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړه‌ليک تازه شوی نه دی او ايران هم تل هڅه کړې ،چې له خپل حق څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي.په همدې حال کې د سياسي چارو شنونکي طارق فرهادي هم ورته نظر لري او وايي: که ايران ډېرې اوبه غواړي، خپلې خاورې ته ورتلونکي موسمي سېلابونه دې هم حساب کړي.نوموړی زياتوي: ايران له وچکالۍ سره مخامخ دی او خلک يې د اوبو نه لرلو له کبله لاريونونه کوي؛ نو چارواکي يې ،ځکه هم هڅه کوي چې په ورته څرګندونو سره د اوبو نه لرلو پړه پر افغانستان واچوي.د چاپېريال‌ ساتنې برخې شنونکي عبدالباسط رحماني بيا باور لري ،چې وروستيو اقليمي بدلونونو او وچکالۍ ته په کتو بايد د ۱۳۵۱کال پر هوکړې بياکتنه وشي.رحماني وايي: د ۱۳۵۱ کال د هوکړه‌ليک پر بنسټ، ايران په هره ثانيه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه د حق‌ابې او څلور متره مکعبه هم د ښه نيت په موخه له افغانستان څخه ترلاسه کوي، خو په وينا يې: اوس د هلمند سېند اوبه کمې شوي او په‌کار ده، چې پر شوي هوکړه‌ليک بياکتنه وشي.له هلمند سيند څخه ايران ته د حق‌ابې د ورکړې پر سر لانجې کومه نوې خبره نه ده، بلکې د افغانستان تېر حکومتونه هم د ورته ستونزو د راپورته کېدو شاهدان وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button