سرلیکنې

اسلامي امارت او ځواکمن بهرنی سیاست!

له کومې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، له نړۍ سره يې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو پر محور د ولاړو پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو د رغولو پاليسۍ ته مخه کړې ده.خو نړيوالې ټولنې د امريکا او لوېديځ په اشاره اسلامي امارت سره د اړيکو په برخه کې د پام وړ ګامونه، نه وو اخيستي. په دې وروستیو کې ځينې هيوادونه دې نتيجې ته رسېدلي، چې له افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري او په دې برخه کې د لوېديځ غوښتنې له پامه وغورځوي.

تازه د قزاقستان ولسمشر اعلان وکړ، چې اسلامي امارت يې د ممنوعه ډلو له لېست څخه اېستلی او غواړي چې له افغانستان سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې لا پياوړې او پراخې کړي.

دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم اسلامي امارت په افغانستان کې يوازينی حاکم قدرت ګڼلی و او ټينګار يې کړی و، چې هيواد يې له اسلامي امارت سره هر اړخيزو اړيکو رغولو ته لېوال دی.

په همدې برخه کې وروستی پرمختګ دا دی چې وړمه ورځ ملګرو ملتونو د اسلامي امارت د کورنيو چارو د وزير ښاغلي خليفه سراج الدین حقاني په ګډون څلورو لوړ رتبه چارواکو څخه سفري محدوديت لرې کړ.

 د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو له لوري اسلامي امارت سره د‌ اړيکو رغولو په برخه کې د ستونزو پر ايجادولو سربېره هم اسلامي امارت په سياسي ډګر کې خورا ډېر پرمختګ کړی او د شنونکو په باور په نږدې راتلونکي کې داسې نښې ښکاري چې اسلامي امارت سره به د‌ سيمې او نړۍ هيوادونه د دوه اړخیزو ګټو په موخه پراخې سياسي او اقتصادي اړیکې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button