سرلیکنې

اسلامي امارت او نړۍ سره د اړيکو پراختيا!

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو شاوخوا دوه نيم کاله تېرېږي، د هيواد پر ټوله جغرافيه پوره واکمن دی، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د چارو واګي نوي خپلواک افغان حکومت ترلاسه کړي او په پوره ايماندارۍ خپلو هيوادوالو ته په بېلابېلو برخوکې خدمات وړاندې کوي او د وطن د ښېزارۍ او ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي، يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام شتون لري، خونړۍ جګړې پای ته رسېدلي، پوره ډاډمن امنيت او ثبات رامنځته شوی او د اداري فساد، غصب او  لوټمارۍ مخه نيول شوې.

 خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره بيا هم د اسلامي امارت په مشرۍ نوی افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

د اسلامي امارت مسئولين وايي، چې نړۍ سره د اړيکو د پراختيا لپاره يې هڅې روانې دي او دا موضوع د نړۍ ډېرو هيوادونو هم درک کړې، چې له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګښت يې په ګټه دی.

نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په دوام تېره اوونۍ د ازبيکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف کابل ته په رسمي سفر راغلی و او دلته يې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، د امنيت پر ټينګښت او د مخدرو توکو په وړاندې يې د اسلامي امارت هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې هيواد يې د اسلامي امارت سفير منلو ته چمتو دی او ډېر ژر به دغه چاره ترسره شي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو د کارپوهانو باور هم دادی، چې له سيمه ييزو هيوادونو سره د افغانستان اړيکې د پراختيا په حال کې دي، ځکه افغانستان د سيمه‌ ييزو هيوادونو ترمنځ د اتصال ښه نقطه ده او دغه هيوادونه غواړي، چې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته لا پراختيا ورکړي، په چين پاکستان، روسيه، ايران او ترکمنستان کې هم سفارتونه افغانستان ته سپارل شوي، څه موده وړاندې کابل کې چې د سيمه ييزو هيوادونو د استازو غونډه رابلل شوې وه، دا ټول د دې ښکارندويي کوي، چې اوسنی حاکم اسلامي نظام د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو عادي کولو لپاره يوه سالمه ستراتيژي لري، نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې هيوادونه اوس دې پايلې ته رسېدلي دي، چې له اسلامي امارت سره اړيکې يې په ګټه دي.

خو پر دې باندې بايد بسنه ونشي، بلکې حکومت دې په دې برخه کې خپلې هڅې څو چنده کړي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې د نړيوالو غوښتنو په اړه يو څه انعطاف وښودل شي او د اسلامي امارت ټول ارګانونه دې د بهرنيو چارو وزارت سره په پوره هماهنګي اقدامات وکړي، په دې سره به ان شاء الله افغانستان په سياسي برخه کې له نړۍ سره پوره وصل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button