سرلیکنې

اسلامي امارت او نړۍ سره د اړيکو نوی پړاو؟!

له کومې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړۍ سره يې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په محور ولاړو پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو د رغولو پاليسي ته مخه کړې ده.

له کومې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړۍ سره يې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په محور ولاړو پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو د رغولو پاليسي ته مخه کړې ده.
خو نړيوالې ټولنې د امريکا او لوديځ په اشاره اسلامي امارت سره د اړيکو په برخه کې د پام وړ ګامونه، نه و اخيستي. په دې وروستیو کې ځينې هيوادونه دې نتيجې ته رسېدلي، چې افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري او په دې برخه کې د لوديځ غوښتنې له پامه وغورځوي.
تازه د قزاقستان هيواد پرېکړه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د هغو ډلو له نوملړ څخه وباسي چې د دغه هيواد له لوري تر تحريم لاندې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د قزاقستان هيواد دغه پرېکړه ستايلې او له دې امله يې د دغه هيواد له چارواکو مننه کړې چې افغانستان سره د اړيکو په برخه د شته خنډونو له منځه وړلو لپاره يې عملي ګامونه اخیستي.
څه موده وړاندې هم د قزاقستان حکومت پریکړه کړې وه چې په د افغانستان سفارت کې به د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي ډيپلوماتان ومني.
په ورته ګام کې د اذربايجان حکوم هم پرېکړه کړې چې په راتلونکي ۲۰۲۴م کال کې به کابل کې خپل سفارت بيرته پرانيزي او د افغانستان نوي حکومت سره به سیاسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي.
قزاقستان او اذربایجان هيوادونه داسې مهال اسلامي امارت سره د اړيکو پراختيا ته ليوالتيا ښيي، چې اسلامي امارت په تیرو څه باندې دوه کلونو کې د نړیوالو فشارونو سربيره په بيلابيلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button