سرلیکنې

اسلامي امارت او د ډاډمن امنيت وياړ!

افغان ملت شاوخوا څلور لسيزې له بهرنيو اشغالونو او کورنيو جګړو څخه خورا ډېر رنځ وړی، په تېرو دوه څلوېښتو کلونو کې ميليونونه افغانان وژل شوي، همدومره نور ژوبل او له دې څو ځله ډېر نور د خپلو سيمو پرېښودلو او کډوالۍ ته اړ شول.

په دې موده کې افغان ملت نه يوازې دا چې ځاني تلفات وګالل، بلکې په اقتصادي برخه کې يې هم خورا ډېر زیانونه وليدل او زيربنا يې له منځه ولاړه.

خو له کومې ورځې چې د ګران هیواد د چارو واګې اسلامي امارت ترلاسه کړي، وضعيت فوق العاده مثبت تغير کړی او په ټول هيواد کې سرتاسري او ډاډمن امنيت تأمين شوی دی.

اوس د الله تعالی په مرسته او د اسلامي امارت د نظامي ارګانونو د ښه مدیریت له امله افغان ملت هوسا ژوند لري ، ټولې چارې په سمه توګه په وړاندې ځي او پر امنيت سربېره اقتصادي وضعيت هم د ښه کېدو په حال کې دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تامين شوی، بلکې دغه وياړ اسلامي امارت له ډېر پخوا راهيسي لري. د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې هم ټول هيواد له امنيت څخه برخمن و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button