برېښنايي نسخېکاغذ

­اسلامي امارت او د هيواد د پرمختګ لپاره هڅې..!

د اشغال په شل کلنه توره دوره کې واک ته رسيدلي، هر حکومت ملت سره پر خپلو پښو ولاړ هيواد د جوړښت شعاري او کمپاينې ژمنې کړي؛ خو د ملت دغه خوب ته  هيڅ رژيم تعبير نه دی موندلی، بلکې د هر افغان دا پوښتنه چې موږ به کله د پرمختللي هيواد څښتنان شو؟ بې ځوابه پاتې ده.

د اشغال په شل کلنه توره دوره کې واک ته رسيدلي، هر حکومت ملت سره پر خپلو پښو ولاړ هيواد د جوړښت شعاري او کمپاينې ژمنې کړي؛ خو د ملت دغه خوب ته  هيڅ رژيم تعبير نه دی موندلی، بلکې د هر افغان دا پوښتنه چې موږ به کله د پرمختللي هيواد څښتنان شو؟ بې ځوابه پاتې ده.

په تېرو شلو کلونو کې په دې برخه کې يوه عمده ستونزه په پرديو استعماري مرستو اتکا وه، چې موږ يې د نړۍ د تمدن او پرمختګ له کاروان څخه ډېر وروسته پاتې کړو. نړيوال زبرځواکونه که څه هم بشريت سره د مرستو تر خواږه او غوړ عنوان لاندې مستعمره هيوادونو سره مرستې کوي، خو دغه مرستې لنډ مهاله وي او يوازې ددې لپاره کيږي، چې ددغه هيواد خلک د ځان ملګري کړي او د مبارزې او ازادۍ روحيه يې ووژني.

په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د مرستو په نوم ډېرې زياتې پيسې راوړل شوې، خو د دې پرځای چې په زيربنا او سترو پروژ ولګول شي، ځينې لنډمهاله پروژې تر کار لاندې ونيول شوې او دغه راز ډېرې يې د څو ضمير پلورونکو جيبونو ته لاړې. دغو مرستو نه يوازې د افغانانو اساسي ستونزې حل نه کړای شوې، بلکې موږ کې يې پر ځان د ويسا او باور شته انرژي هم له منځه يو وړه او تل يې بل ته د لاس نيولو له سپيره خوی سره عادت کړو.

اوس چې الحمدلله د اشغال ټغر ټول شوی او هيواد ته مو ازادي او خپلواکي راغلې، افغانان اميد لري، چې د هيواد د رغونې او پرمختګ هيله به يې هم پوره شي. هو، دا هيله به يې ان شاء الله تعالی پوره شي؛ خو هغه مهال چې موږ هغه ستونزې او چلنجونه لومړی درک او بيا يې د له منځه وړلو په لار کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو، چې په خپلو پښو يې د هيواد د درېدو مخه نيولې.

واک ته له رسېدو سره سم اسلامي امارت د هيواد د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره يو لړ مهمې او زيربنايي پروژې تر کار لاندې نيولي، وړمه ورځ د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړ، چې  اقتصادي کمېسيون هغه طرحه تاييد کړه چې پر بنسټ يې د مزارشريف- هرات اوکندهار ترمنځ د ۱۴۶۸کيلومتره په اوږدوالي د ريل پټلۍ جوړيږي، ټاکل شوې ده چې دغه مهمه او بنسټيزه پروژه به د درې کلونو په موده کې بشپړه شي. د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې دغه پروژه به نه يوازې د انتقالاتو مصرف راکم کړي، چې ورسره مخامخ د توکو بيې ټيټيږي، بلکې افغانستان به د سيمه ايز اتصال په برخه کې چټک قدم هم پورته کړي.

 حکومت مسؤليت لري، چې د نړۍ او سيمې هيوادونه په دې خبره قانع کړي، چې افغانستان بې عوضه مرستو ته نه، بلکې مشارکت ته اړتيا لري، هغوی بايد دلته موږ سره د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر توافقات وکړي او دا چاره به يوازې موږ نه دوی ته هم ګټوره تمامه شي.

دغه راز د حکومت دنده ده چې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته لا ډېره پاملرنه وکړي، د اوبو د مهارولو، د برېښنا توليد او پراخو ځمکو د خړوبولو لپاره لنډمهالي او طويل المدت پلانونه جوړ او تطبيق کړي. په کور دننه او بهر بايد خپلو توليداتو او محصولاتو ته د ښه بازار موندل هم د حکومت دنده ده.

د ملت ټولو افرادو او په ځانګړې توګه نوي نسل ته د تعليم او تحصيل مناسب چاپيريال او اسانتياوې برابرول هم ډېر مهم دي؛ ځکه چې له دې پرته د پرمختګ او پر ځان بسياينې قافله خپل منزل ته نشي رسېدلی. ملت هم دنده لري، چې له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ وکړي، د ځينو رسنيو له غرضي او خود ساخته افواهاتو او تبليغاتو متاثر نشي.

نوی افغان حکومت که څه هم تراوسه پورې نړۍ په رسميت نه دی پېژندلی او له يو لړ اقتصادي او سياسي فشارونو سره هم مخ دی، خو بيا هم د هغو سترو اقتصادي پروژو پيل او تکميل ته ژمن ښکاري، چې هيواد مو په پښو دروي.

لنډه دا چې اوس د تلپاتې ثبات، اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسيا افغانستان لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي، اسلامي امارت بايد له دې فرصتونو په سالمه توګه ګټه پورته کړي، نړۍ او په ځانګړې توګه  د سيمې هيوادونو سره ښې اړيکې وپالي او د پانګونې او سياسي ملاتړ د جلبولو لپاره ډيپلوماتيکې هڅې څو برابره زياتې او منسجمې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button