
اسلامي امارت او د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه!
الله تعالی د انسانانو د هوسا او ښه ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه ځمکه پيدا کړې او دلته يې انسانانو ته د ژوند تېرولو يولړ قوانين هم وضع کړي دي؛ خو اوسمهال د ځينو انساني کړنو او د الله تعالی له قوانینو د سرغړونې له امله انسانان له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي.
الله تعالی د انسانانو د هوسا او ښه ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه ځمکه پيدا کړې او دلته يې انسانانو ته د ژوند تېرولو يولړ قوانين هم وضع کړي دي؛ خو اوسمهال د ځينو انساني کړنو او د الله تعالی له قوانینو د سرغړونې له امله انسانان له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي.
د چاپېريال ککړتيا او د نشه يي توکو پراخ استعمال هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړيږي. که څه هم ستر نړيوال هيوادونه او سازمانونه د دغو ستونزو په وړاندې د مبارزې په نامه نړيوال کنفرانسونه او غونډې جوړوي؛ خو که له شعاري مبارزې ورهاخوا لږ دقيق نظر وشي، په خپله همدغه هيوادونه د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د چاپېريال د ککړتيا او د نشه يي توکو د پراخ توليد عاملين دي.
دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ناټو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، د نورو ناخوالو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ. د اشغال په ټوله کرغېړنه دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.
دا هر څه اتفاقي نه وو، بلکې د يو منظم پلان له مخې د خپلو ګټو لپاره کېدل او پر افغانستان د يرغل موخو کې يوه دا هم وه، چې امريکا په ډېره هوښيارۍ او مکر دلته د نشه يي موادو پراخ توليد وکړ او له دې درکه يې ټريليونونه ډالره عوايد ترلاسه کړل، خو افغان ملت ته يوازې نړيواله بدنامي او ميليونونه معتادين په ميراث پاتې شول.
واک ته له رسېدو وروسته پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربېره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، چې اسلامي امارت ورسره مخ و، خو له نېکه مرغه چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ «هبة الله» اخندزاده حفظه الله په دې برخه کې قاطع تصميم ونيوه، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو او بنګو کښت غير قانوني اعلان کړ، د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې بنديز ولګاوه او سرغړوونکو ته د سزا لپاره يې ځانګړې محکمې جوړې کړې.
اسلامي امارت د خپل واک په دې لنډه موده کې، پر محدودو امکاناتو توانېدلی، چې تر ډېره حده د نشه يي توکو د توليد او قاچاق مخه ونيسي. دغه راز يې په يوازې سر لسګونه زره معتادين راټول کړي درملنه يې کړې، چې د پل سوخته سيمې پاکول او رغول يې تر ټولو نوې او ښايسته بېلګه ده. له بنديز سره سره حکومت بايد کروندګرو ته بديلې لارې چارې پيدا کړي او د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، غنمو او نورو ګټورو غلو دانو او سبزیو د کرلو امکانات هم برابر کړي، چې ورسره به نه يوازې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيول شي، بلکې تر ډېره حده به د خوراکي توکو اړتيا هم په کور دننه پوره شي او هيواد به د اقتصادي ثبات او پرمختګ پر لور روان شي.
اسلامي امارت د نشه يي توکو په وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې يې چټک اقدامات هم کړي؛ خو د نشه يي توکو پر ضد مبارزه يوازې د حکومت دنده او مسئوليت نه دی، بلکې د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ، ديني عالمان، ښوونکي او نور پوهان هم بايد خپل رسالت ادا کړي او ملت د نشه يي موادو د استعمال او توليد له زيانونو خبر کړي.