
اسلامي امارت او د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه..!
د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تيرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي.
د چاپېريال ککړتيا او د نشه يي توکو پراخ استعمال هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړيږي. که څه هم ستر نړيوال هيوادونه د دغو ستونزو په وړاندې د مبارزې په نامه نړيوالې غونډې جوړوي؛ خو که له شعاري مبارزې ورهاخوا لږ دقيق نظر وشي، همدغه هيوادونه د خپلو ګټو لپاره د چاپېريال د ککړتيا او د نشه يي توکو د پراخ توليد عاملين دي.
دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ناټو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ. د اشغال په ټوله کرغېړنه دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.
دا هر څه اتفاقي نه وو، بلکې د يو منظم پلان له مخې د خپلو ګټو لپاره کېدل او پر افغانستان د يرغل موخو کې يوه دا هم وه، چې امريکا په ډېره هوښيارۍ او مکر دلته د نشه يي موادو پراخ توليد وکړ او له دې درکه يې ټريليونونه ډالره عوايد ترلاسه کړل، خو افغان ملت ته يوازې نړيواله بدنامي او ميليونونه معتادين په ګټه کې پاتې شول.
واک ته له رسېدو وروسته پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربيره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، چې اسلامي امارت ورسره مخ و، خو له نېکه مرغه چې حکومت په دې برخه کې قاطع تصميم ونيوه، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو کښت غير قانوني اعلان کړ او د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې کلک بنديز ولګاوه.
اسلامي امارت په عمل کې هم د نشه يي توکو د قاچاق او تولید پر وړاندې جدي دی، وړمه ورځ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د ټول هيواد په کچه يې د کوکنارو شاوخوا ۴زره هکتاره کروندې له منځه وړي دي او لا هم دغه لړۍ په جديت سره روانه ده.
خو مهمه دا ده چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ، ديني عالمان، ښوونکي او نور پوهان بايد خپل رسالت ادا او ملت د نشه يي موادو د استعمال او توليد له زيانونو خبر کړي. دغه راز حکومت هم مسئوليت لري چې له بنديز سره سره کروندګرو ته بديلې لارې چارې پيدا کړي او د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، غنمو او نورو ګټورو غلودانو او بوټو د کرلو امکانات ورته برابر کړي چې په دې سره به نه يوازې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيول شي، بلکې تر ډېره حده به د خوراکي توکو اړتيا هم په کور دننه پوره شي.