سرلیکنې

اسلامي امارت او د فرمايشونو پرځای پر تعامل باور…!

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو دا دی نږدې دوه کاله پوره کېږي، د افغانستان داخلي وضعيت تر ډېره حده مثبت دی، سرتاسري امنيت تامين دی، متحد مرکزي او ځواکمن نظام رامنځته شوی، د صادراتو کچه له پخوا ډېره لوړه شوې، اقتصاد وده کړې او د ځينو مهمو او بنسټيزو پروژو کارونه روان دي. دغه راز په کور دننه سياسي ثبات هم ټينګ دی، خلک له حکومت څخه خوښ او راضي دي؛ خو پر دې ټولو لاسته راوړنو سربېره هم نړۍ له افغانستان سره ناسم سياست مخته وړې.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو دا دی نږدې دوه کاله پوره کېږي، د افغانستان داخلي وضعيت تر ډېره حده مثبت دی، سرتاسري امنيت تامين دی، متحد مرکزي او ځواکمن نظام رامنځته شوی، د صادراتو کچه له پخوا ډېره لوړه شوې، اقتصاد وده کړې او د ځينو مهمو او بنسټيزو پروژو کارونه روان دي. دغه راز په کور دننه سياسي ثبات هم ټينګ دی، خلک له حکومت څخه خوښ او راضي دي؛ خو پر دې ټولو لاسته راوړنو سربېره هم نړۍ له افغانستان سره ناسم سياست مخته وړې.

د رسميت پېژندنې لپاره افغانستان ته د نړيوالو اصولو خلاف ځينې داسې شرطونه، غوښتنې او فرمايشونه وړاندې کوي، چې هيڅ د توجيه وړ نه دي، دغه فرمايشونه او غوښتنې بيا هر هيواد خپلو اهدافو او ګټو ته په کتو لري. د افغانستان اسلامي امارت په وار وار له نړۍ سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د تعامل غوښتنه کړې او په فرمايشونو او اړيکو کې د شرطونو وړاندې کول د ستونزو حل نه ګڼي.

له لومړۍ ورځې اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې د يوه غړي هيواد په توګه له هېوادونو سره د مشروع ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د اړيکو ټينګولو هڅه کوي او د دې مفکورې د تحقق لپاره په آرامه ډيپلوماسۍ کار کوي او په ځينو برخو کې لاسته راوړنې هم لري، اسلامي امارت له هېوادونو سره د اړيکو پر ساتلو او نړيوالو تړونونو ته متوجه دی او دوه اړخيزې ژمنې پېژني.

خو له بده مرغه بيا هم د ټولو نړيوالو کنوانسيونونو خلاف، د اسلامي امارت د منزوي کولو لپاره هڅې شوي او کېږي او په دې برخه کې زياتې پلمې شوې دي چې يوه له دغو پلمو څخه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو په وړاندې له افغانستان امنيتي څخه اندېښنې دي، په داسې حال کې چې د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ سند نه دي وړاندې شوی، مغرضې کړۍ د حقايقو د بيانولو په پرتله پر فرضيو باندې تکيه کوي.

اسلامي امارت له لرې او نږدې هېوادونو څخه په وار وارغوښتي، که د افغانستان له پلوه دوی له کومې ستونزې سره مخ وي، يا د ګواښ احساس کوي، د تورونو او بې بنسټه ادعاوو پر ځای دې، مستقيماً له اسلامي امارت سره خبرو ته کښېني او دغه ستونزې، ګيلې او غوښتنې دې له ډيپلوماتيکو لارو شريکې کړي.

اسلامي امارت د نړيوالو اصولو پر اساس اړيکې غواړي او په عمل کې يې ثابته کړې چې د سيمه ييزو همکاريو او همغږي د پراخولو فکر لري او له دې ور اخوا د هېوادونو ترمنځ د اړيکو پل دی او د اقتصادي او ټرانزيټي همکاريو په پراخولو کې يې ښه عمل کړی دی او دا چې په سيمه ييزه کچه د لويو اقتصادي پروژو په تطبيق کې ښه شريک دي، نو له اسلامي امارت سره په تعامل کې چې ستره اقتصادي مفکوره او همکاري لري،

له بې اصولو غوښتنو او فرمايشونو غوره داده، چې نږدې او لرې هېوادونه د افغانستان په اړه يو روښانه دريځ ولري ،

په دغه هېواد کې له اوسنيو واقعيتونو سره همغږي او له اسلامي امارت سره د واقعيت پر اساس تعامل وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button