
اسلامي امارت او د سترو زېربنايي پروژو د جوړولو کلک هوډ!
هيوادونه او ملتونه هغه مهال پر خپلو پښو دريږي، چې د ژوند ډېرې اړتياوې په خپل کور پوره کړای شي، غذايي مصونيت ولري، انرژي يې خپله وي او د توريد په پرتله يې د توليد کچه څو برابره لوړه وي.واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت په دې هيله چې هيواد پر ځان بسيا او د نورو له احتياجه خلاص کړي د هيواد په کچه د سترو او مهمو زيربنايي پروژو جوړولو ته مټې راونغښتې.
هيوادونه او ملتونه هغه مهال پر خپلو پښو دريږي، چې د ژوند ډېرې اړتياوې په خپل کور پوره کړای شي، غذايي مصونيت ولري، انرژي يې خپله وي او د توريد په پرتله يې د توليد کچه څو برابره لوړه وي.واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت په دې هيله چې هيواد پر ځان بسيا او د نورو له احتياجه خلاص کړي د هيواد په کچه د سترو او مهمو زيربنايي پروژو جوړولو ته مټې راونغښتې.
وړمه ورځ د ملي پراختيا شرکت مسئولينو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعاليتونو راپور له رسنيو سرهشريک کړ.
د ياد شرکت مالي او اداري مرستيال وويل چې شرکت يې په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ پروژو د تطبيق چارې چې بندونه، کانالونه او عامه ځايونه پکې شامل وو تر لاس لاندې نيولې وې، چې له ډلې يې تر دې دمه د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړي او د پاتې ۱۰ سترو او ملي پروژو چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي.په دغو سترو زيربنايي پروژو کې د هيواد په کچه یوه هم د قوش تېپې د ستر او ملي کانال پروژه ده، چې د لومړي فاز چارې یې دوه اويا اعشاريه اووه ويشت سلنه بشپړې شوې دي او دغه راز ، د کمال خان بند د قلعه افضل او ترکو کانالونو د کېندنې پروژې دي، چې چارې یې تر دې دمه ۹۲ سلنه پای ته رسېدلي دي.
د شرکت د مسئولينو په وينا په ۱۴۰۲هـ ش کال کې پلان لري، چې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۷۲ هغو پروژو چارې بېرته پيل کړي، چې په هېواد کې د سياسي تحولاتو په راتلو سره يې چارې درېدلې وې او همدارنګه د ۱۰ هغو سترو او ملي پروژو چارې، چې تېر کال پيل شوي چارې به يې لا چټکې شي.د دغو سترو او ملي پروژو په جوړولو سره به د افغانستان د خلکو وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي، افغانستان به د غذايي موادو له پلوه پر ځان بسيا شي، انرژي به مو له خپله کوره پوره شي او په ځمکه کې د اوبو سطحه به هم تر ډېره حده لوړه شي.
پر وارداتو به د افغانستان تکيه راکمه شي او په کرار کرار به پر صادراتي هيواد بدل شي. د اوبو مديريت او د سترو بندونو جوړول کولی شي، چې د انرژۍ په برخه کې هم د افغانستان اړتياوې پوره کړي او د انرژي له پلوه د شتمنو هيوادونو د توليد برخه هم خورا غښتلې وي.
لنډه دا چې اوسني شرايط د افغانستان د بيارغونې او پر ځان بسياينې لپاره له ټولو غوره فرصت دی، اسلامي امارت او ملت بايد په ګډه شپه او ورځ هڅې وکړي، تر څو مو هيواد اباد او له نړۍ سره سيال شي.