سرلیکنې

اسلامي امارت او د بيارغونې ګټورې هڅې!

افغانستان شاوخوا څلور لسيزې د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله له سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، دلته هره ورځ په اوسط ‌ډول له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خلکو په خلاص مټ سوداګري او تجارت نشوای کولی، هر لور ته زورواکي او چورواکي حاکمه وه او هېچا په هيواد کې دننه پانګونې ته زړه نشوای ښه کولی.

افغانستان شاوخوا څلور لسيزې د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله له سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، دلته هره ورځ په اوسط ‌ډول له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خلکو په خلاص مټ سوداګري او تجارت نشوای کولی، هر لور ته زورواکي او چورواکي حاکمه وه او هېچا په هيواد کې دننه پانګونې ته زړه نشوای ښه کولی.

د بهرنيو يرغلونو پر مهال که څه هم د بيارغونې تر تش په نامه عنوان لاندې ميلياردونه ډالره هيواد ته راوړل شول؛ خو ټول يا شخصي جيبونو ته لاړل او يا هم د افغان ملت د آزادي غوښتونکي حرکت د ځپلو لپاره وکارول شول.

خو له کومې ورځې چې د هيواد چارې اسلامي امارت په لاس کې اخيستي، تقريباً ټولو برخو کې مثبت تغيرات او بدلونونه تر سترګو کيږي. امنيتي برخه بيخي ښه شوې ده، افغان ملت د هوسا ژوند پر خوند پوه شو، له استثنا پرته هر څوک چې هر ځای ته تګ وغواړي، تللی شي او زورواکۍ او چورواکۍ ته د پای ټکی ايښودل شوی.

دغه راز د اوبو د ښه مديريت او د لويو لارو د بیارغونې په هکله هم ښه پرمختګونه شوي دي، چې د قوشتيپې کانال چټک کار، د سالنګونو د معياري او سټنډرډ رغونې او د کابل-کندهار لويې لارې اساسي رغونه يې ښې بېلګې دي.همدارنګه د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري وړمه ورځ د خيرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهيد څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بيا تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک د جوړولو پروژې پرانيستل شوې.

د خيرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالي لري ، چې چارې  يې د ۳۶۴ ميليونو افغانيو په لګښت  په ۲۰ مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. له شهيد څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰ متره اوږدوالي او ۴۵ متره پلنوالي لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په يو کال کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي. د هوايي ډګر له څلورلارې بيا تر ګمرک پورې د غځيدلي سړک پروژه ۲۷۹۴ متره اوږدوالي او ۶۰ متره پلنوالي لري، چې ۴۰۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ مياشتو کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. له دهمزنګ څلورلارې څخه د کوټه سنګي تر پله پورې سړک د اساسي بيارغونې چارې هم چټکې روانې دي.

د هرات غور د لويې لارې د جوړولو چارې هم پيل شوي او د پرانيستو مراسمو ته يې ملاعبدالغني برادر ويلي، چې اسلامي امارت د هيواد بيا رغونې او سوکالۍ ته ژمن دی او هڅه کوي چې د هيوادوالو ټولو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په مجموع کې د اقتصادي پرمختګ او ځان بسياينې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت هڅې او ښه مديريت د ستايلو وړ دي، اسلامي امارت په ډېرو کمو امکاناتو او لنډه موده کې ځينې داسې مهمې او اساسي پروژې پيل او ځینې نورې بشپړې کړې، چې نورو حکومتونو په بې شمېره امکاناتو او ډېر وخت کې نه دي ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button