سرلیکنې

اسلامي امارت او د بنسټيزو پروژو جوړولو ژمنتيا!

هيوادونه او ملتونه هغه مهال د پرمختګ او ترقي پر لوري ځي، چې مخلص او ژمن واکمنان ولري.

هيوادونه او ملتونه هغه مهال د پرمختګ او ترقي پر لوري ځي، چې مخلص او ژمن واکمنان ولري.

افغانستان چې لسګونه کلونه يې جګړو هرڅه له منځه وړي او د نړيوال پرمختګ له کاروان څخه ډېر وروسته پاتې دی، دغسې مخلصو او ژمنو واکمنانو ته ډېره اړتيا درلوده. شاوخوا دوه کاله وړاندې د الله تعالی په ځانګړې لورينه افغانستان څخه د اشغال ټغر ټول شو او يو ځواکمن اسلامي نظام د چارو واګې په لاس کې واخيستې.

د تلپاتې او سراسري امنيت سربيره اسلامي امارت د هيواد د بيارغونې او ځان بسياينې لپاره هم په محدودو امکاناتو ډېرې بنسټيزې پروژې پرانيستې او چارې يې په خورا ښه ډول پرمخ روانې دي.

وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او برېښنا وزير فراه ولايت ته سفر درلود او د بخش اباد بند د تونلونو چارې يې پرانيستې.

د بخش اباد بند د هيواد له مهمو او اساسي پروژو ګڼل کېږي چې  د ۲۷ ميګاواټه بريښنا د توليد او د نږدې ۷۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري.

د دغې مهمې پروژې پرانيسغونډه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وويل چې وعدې يې يوازې د خولې نه دي، بلکې په عملي توګه د هيواد بيا رغونې او جوړونې ته ژمن دي او په ټول توان به هڅه وکړي چې افغانستان په پښو ودروي.

رښتيا هم اسلامي امارت ثابته کړې چې د هيواد پرمختګ او ترقي ته ژمن دي او په دې برخه کې يې چټک ګامونه هم پورته کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button