سرلیکنې

اسلامي امارت او د اقتصادي ځان بسیاينې هڅې

 څه کم درې کاله کېږي، چې د هيواد چارې اسلامي امارت په لاس کې اخيستي. په دې موده کې افغان ملت د هوسا ژوند مزه وڅکله، له استثنا پرته هر څوک چې هر ځای ته تګ وغواړي، تللی شي، زورواکۍ او چورواکۍ ته د پای ټکی ايښودل شوی او خلک په ډاډه زړه خپلې چارې پرمخ وړي.

 څه کم درې کاله کېږي، چې د هيواد چارې اسلامي امارت په لاس کې اخيستي. په دې موده کې افغان ملت د هوسا ژوند مزه وڅکله، له استثنا پرته هر څوک چې هر ځای ته تګ وغواړي، تللی شي، زورواکۍ او چورواکۍ ته د پای ټکی ايښودل شوی او خلک په ډاډه زړه خپلې چارې پرمخ وړي.

د اقتصادي ځان بسياينې لپاره هم د اسلامي امارت له لوري پراخې هڅې شوي دي، له هيواد څخه د صادراتو کچه د تېر په پرتله دوه برابره لوړه شوې، بهرنيو او کورنيو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې او ګڼو کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې مهم تړونونه هم لاسليک شوي دي.

په دې سره به په افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټيټه او د خلکو اقتصادي حالت به ښه شي، يو شمېر مهمې زېربنايي پروژې به پرانيستل شي، نړيوال به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شي او په مجموع کې به افغان ملت او اسلامي امارت ته ډېرې ګټې له ځان سره راوړي.

افغانستان په پراخه کچه تېل، ګاز، د ډبرو سکاره، وسپنه، سره زر، ليتيم او نورې ډول ډول طبيعي منابع لري، خو د څلورو لسيزو جګړو له امله ترې افغان ملت سالمه ګټه نه ده پورته کړې او که په راتلونکي کې د اسلامي امارت مسئولين او چارواکي د دغو طبيعي منابعو د استخراج او پروسس چارې منظمې  کړي او په دې برخه کې په شفاف ډول او له نړيوالو معيارونو سره سمې چارې پر مخ بوزي، ان شاء الله تعالی په ډېر لږ وخت کې به افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.

د اقتصادي ځان بسياينې په برخه کې په کور دننه د خوراکي موادو، درملو او تعميري موادو جوړښت ته هم پاملرنه ډېره شوې ده، په دې سره به نه يوازې خلکو ته کار پيدا شي، بلکې بيې به هم راټيټې او پر نورو به اتکاء هم کمه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button