سرلیکنې

اسلامي امارت او خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې!

افغانستان یو داسې هېواد دی چې د تېرې نيمې پېړۍ په اوږدو کې په تدریج سره ړنګ شوی او ځپل شوی . دا یو څرګند او هغه عیان حقیقت دی، چې بیان ته اړتیا نه لري، خو له نېکه مرغه له څه کم درېوو کالو راپه دې خوا د متوازن انکشاف په ترڅ کې د بیا رغونې کارونه بیا په کې پیل شوي او دا پروسه په چټکۍ سره پرمخ روانه ده. که څه هم د نړۍ له نفوس سره موازي د افغانستان نفوس هم ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دی ،خو لیدل کېږي چې د امارت په هاند او هڅو کاري امکانات هم ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې دي.اوس په افغانستان کې ۶۰۰۰ لویې او کوچنۍ کارخونې [ فابریکې ـ کارګاوې ـ فعالیتګاوې او تصدۍ ] موجودې او د فعالیت په درشل کې دي، چې په سلګونو زره کارګران په کې په کار بوخت دي او له نېکه مرغه دا پروسه د پراختیا په حال کې ده ،ځکه ملي او نړیوال پانګوال په افغانستان کې په مختلفو تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونې ته زړه ښه کوي، چې په نتيجه کې به يې بې شمېره کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي، که د مخکنیو رژیمونو پرمهال افغانانو ته په خپل ملک کې د کار زمینه برابره شوې وای ، ولې به زموږ په لسګونو زره ځوانانو پردیو هېوادونو ته د کارموندنې او ښه ژوند په تکل په داسې شرایطو کې مخه کولای چې ژوند به یې له مرګ سره مخ و، خو معلومېږي چې مخکنیو رژیمونو یوازې خپل مستریح ژوند خوښاوه او دا واضح حقیقت دی چې د ملت پروا یې نه درلوده.

 افغانستان داسې کانې زېرمې لري چې څه یې په کار اچول شوې او لوی شمېر نورې یې بشپړې او سلامتې تر ځمکې لاندې پرتې دي. که یې سم استخراج وشي، افغانستان به د نړۍ له پرمختللوهېوادونو سره سیال کړي، د کانونو معیاري استخراج نه یوازې د ملي اقتصاد د تقویې سبب کېږي، بلکې د استخراج پروسه کې يې بې شمېره کارګرانو ته هم اړتیا ده، چې په دې صورت کې به هم د کارګرانو جېبونه له پیسو ډک اوهم به مو ملي اقتصاد تقویه شي.

     کار انساني عمل ، حلال کسب او لویه تفریح ده ، چې خیر او برکت په کې نغښتی دی، کاسب ته په نبوي حديثونو‌ کې حبیب الله ویل شوي، کار محدود فعالیت نه دی، بلکې هرهغه عمل چې د اقتصادي لاسته را وړنې سبب کېږي، د لاس او پښو حرکت او د میز شاته د ذهن په کار اچول ،دا ټول له کارڅخه عبارت دی ، کاريګر، نه یوازې هغه چاته ویل کېږي چې د فابریکو د ماشینونو ترشا د تولیدي پروسې د اعمال لپاره ولاړ وي، بلکې په عام تعریف په کروندو کې لګیا هغه بزګر ته هم کاريګر ویل کېږي چې کرنیز محصولات اومیوه جات له ځمکو، راټولوي ، هغه مامور ته هم د کاريګر تعریف شامل دی، چې خپل ذهن يې د یوه کاري پلان د جوړولو لپاره د میز ترشا په کار اچولی وي. همدا لامل دی، چې د اقتصادي پرمختګ او تمدن په برخه کې زیاتې فارمولې له ځيرکو ذهنونو راوتلي.

 وایي چې بېکاري لوی مرض دی، خو کار یې ډاډمنه مداوا ده ، کار لوړه تفریح هم بلل شوې ،ځکه په کار کې انسان سرګرم وي، ټول اندامونه یې په کار لوېدلي وي او په عین حال کې کار یو سالم ورزش هم دی، چې د بدن د سلامتیا ضمانت کوي .

کارګر نه یوازې د خپل ځان لپاره کار کوي، بلکې د ده د کار او زحمت ثمره مېرمنو، ماشومانو او بوډا ګانو ته هم رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button