
اسلامي امارت او بنسټيزو پروژو ته لومړيتوب!
څه کم دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت د هيواد چارې په لاس کې اخيستي، په دغې کمه موده کې يې پر ځواکمن مرکزي حکومت او بشپړ امنيت سربېره د يو شمېر سترو او بنسټيزو پروژو کارونه هم پيل کړي دي.
څه کم دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت د هيواد چارې په لاس کې اخيستي، په دغې کمه موده کې يې پر ځواکمن مرکزي حکومت او بشپړ امنيت سربېره د يو شمېر سترو او بنسټيزو پروژو کارونه هم پيل کړي دي.
د قوشتېپې کانال د مهمې، ملي او حياتي پروژې د لومړي فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
له يو چينايي شرکت سره د سرپل ولايت د قشقري د نفتو د استخراج او تصفيې تړون لاسليک شو او عملاً يې چارې پيل شوې. دغه راز د شبرغان او بلخ د ګازو نلليکې چارې له ۵۲ کاله ځنډ وروسته بيا پيل شوې. د لوګر د مس عينک د ستر کان کيندنې او د يو شمېر بنيادي پروژو تړون له چينايي شرکت سره وشو.
له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد د سترې پروژې (ټاپي) په هکله پرمختګونه وشول.
همدارنګه وړمه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ازبيکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ د مسير تړون لاسليک شو
په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت وياند څرګنده کړې ده چې
دغه مسير له ازبيکستان څخه د بلخ پر لاره د پکتيا د خرلڅو له لارې تر پاکستان پورې غځېږي.
او د دريواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي وصل يوه مهمه لاره وي او زياته اقتصادي ګټه به و لري.
د سياسي او اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د دغو مهمو پروژو په پلي کيدو سره به د اقتصادي ګټو تر څنګ سيمه کې په امنيتي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي؛ ځکه کله چې د هيوادونو ترمنځ ګټې مشترکې شي، بيا ټول لوري د خپلو ګټو لپاره په ګډه د امنيتي ننګونو پر وړاندې رښتينې هڅې کوي.