سرلیکنې

اسلامي امارت او بريالی بهرنی سیاست!

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې اسلامي امارت له شل کلنې اوږدې مبارزې وروسته اشغالګرو ته ماته ورکړه او د هيواد پر ټوله جغرافيه واکمن شو، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شو، د چارو واګې ځواکمن او خپلواک افغان حکومت ترلاسه کړې او اوس په پوره ايماندارۍ خپلو هيوادوالو ته په بېلابېلو برخوکې خدمات وړاندې کوي او د وطن د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې اسلامي امارت له شل کلنې اوږدې مبارزې وروسته اشغالګرو ته ماته ورکړه او د هيواد پر ټوله جغرافيه واکمن شو، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شو، د چارو واګې ځواکمن او خپلواک افغان حکومت ترلاسه کړې او اوس په پوره ايماندارۍ خپلو هيوادوالو ته په بېلابېلو برخوکې خدمات وړاندې کوي او د وطن د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

 ګران هيواد کې جګړې پای ته رسېدلي، پوره ډاډمن امنيت او ثبات رامنځته شوی، د اداري فساد او نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق او غصب او لوټمارۍ مخه نيول شوې.

که څه هم امريکا او لوېدیځه نړۍ اسلامي امارت ته له نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په برخه کې ستونزې ايجادوي، خو اسلامي امارت د متوازن او بريالي بهرني سياست پر مټ  نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په حال کې دی او دا موضوع د نړۍ ډېرو هيوادونو هم درک کړې، چې افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري او اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي.

نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په دوام څه موده وړاندې آذربایجان هيواد کابل کې خپل سفارت پرانيست، دغه راز د ازبيکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف کابل ته په رسمي سفر راغلی و او له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، د امنيت د ټينګښت او د مخدرو توکو په وړاندې يې د اسلامي امارت هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې هيواد يې د اسلامي امارت د سفير منلو ته چمتو دی او ډېر ژر به دغه چاره ترسره شي.

دوی پوهېږي چې افغانستان  د سيمې د هيوادونو ترمنځ د اتصال ښه نقطه ده، اسلامي امارت هم توانيدلی چې د سيمې هيوادونه قانع کړي، ترڅو د افغانستان له لارې د سيمې تجارت او اقتصاد ته وده ورکړي او خپلې ګټې د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې ولټوي.

 دغه نوي پرمختګونه داسې مهال منځته راځي، چې چين پاکستان، روسيه، ايران او ترکمنستان کې هم د افغانستان سياسي نمايندګۍ  يا سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل شوي. دا ټول د دې ښکارندويي کوي، چې اوسنی حاکم اسلامي نظام د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو عادي کولو لپاره يوه سالمه ستراتيژي لري.

اسلامي امارت بايد پر دغه پرمختګ باندې بسنه ونه کړي، بلکې په دې برخه کې دې خپلې هڅې لا زياتې کړي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې د نړيوالو غوښتنو په اړه يو څه انعطاف وښودل شي او د اسلامي امارت ټول ارګانونه دې د بهرنيو چارو وزارت سره په پوره هماهنګي له نړۍ سره د وصل افغانستان لپاره اقدامات ترسره کړي‌.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button