سرلیکنې

اسلامي امارت او بريالی بهرنی سیاست!

 کله، چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو، نو له خلکو سره ډېرې پوښتنې او اندېښنې وې. لومړۍ اندېښنه د نړيوالو له لوري د افغانستان د نوي اسلامي نظام د رسميت پېژندنې مسئله وه؛ رسميت پېژندنه رښتيا هم يوه پېچلې مسئله وه او ده.

 کله، چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو، نو له خلکو سره ډېرې پوښتنې او اندېښنې وې. لومړۍ اندېښنه د نړيوالو له لوري د افغانستان د نوي اسلامي نظام د رسميت پېژندنې مسئله وه؛ رسميت پېژندنه رښتيا هم يوه پېچلې مسئله وه او ده.

 اسلامي امارت په داسې يو حالت کې واک ته ورسېده چې په سيمه کې نوې شخړې رامنځته شوې وې. له یوې خوا د روسيې او اوکراين شخړه او له بلې خوا د اسرائيلو له غاصب رژيم سره، چې امريکا يې له ټولو مهم ملاتړی هيواد دی، د فلسطيني مجاهدينو مبارزه ده او له دوی څخه د ځينو ګاونډيو هيوادونو په تېره بيا د ايران ملاتړ هغه څه و، چې د افغانستان د بهرني سياست لپاره يو ډول چلنج و.

 که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين د مظلوم ملت په وړاندې د اسرائيلي اشغالګرو د هر تېري او تجاوز په وړاندې چپ نه دی پاتې شوی، وخت پر وخت يې د دوی ظلمونه غندلي او خپل دريځ يې د اعلاميو په صادرولو سره بيان کړی دی، خو پرته له شکه له هغو هيوادونو سره اړيکې پالل او ساتل چې هغه د فلسطينيانو له داعيې سره مرسته کوي، يو لوی چلنج دی. له دغو چلنجونو ورها خوا په سيمه او نړۍ کې له روسيې، چين، امريکا، هند، ايران او ترکيې سره دغسې حالت کې يو ډول اړيکې ساتل او پالل له سياسي پختګۍ پرته نور څه نه شي تعبيرېدلی، ځکه د افغانستان اوسنی بهرنی سياست چې تر ډېره په بې پرېتوب ولاړ دی، د نړۍ په دغسې ګډې وډې سیاسي اوضاع کې د امريکا، روسيې او چين غوندې پياوړو او ځواکمنو هيوادونو سره په يو وخت کې ښې اړيکې پالل د اسلامي امارت د بهرني سياست په پخوالي دلالت کوي.

د همدغه بریالي سياست په برکت وړمه ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې رښتينی ځواک ګڼلی او زياته کړې يې ده، چې روسيې پرېکړه کړې، ترڅو اسلامي امارت د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه وباسي.

د روسيې هيواد له خوا د ممنوعه سازمانونو له لست څخه د اسلامي امارت اېستل دا معنا لري، چې ورځ تر بلې په نړۍ او سيمه کې د افغانستان د اسلامي امارت اړيکې لا پياوړي او مستحکمې کېږي، چې په راتلونکي کې يې د افغانستان د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په هکله تمې او هيلې راټوکولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button