سیاست او دولت

اسلامي امارت اقتصادمحوره افغانستان غواړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته چې د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې راټول شوي وو؛ وینا وکړه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته چې د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې راټول شوي وو؛ وینا وکړه.

په دې مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مسوولینو، استازو، ډیپلوماتانو او د یوناما مسوولینو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د راتګ د هرکلي ترڅنګ وویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي په اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

 مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستانو بې رحمانه بریدونه او د فلسطین ملت ټولوژنه  په ټوله مانا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او بین المللي اصولو خلاف ترسره کېدونکي بریدونه نړیوال نظم او قوانینو ته ګواښمن بولي.

د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او کارونه منع شوې، اداري فساد له منځه تللی، د رسنیو فعالیت بهتر شوی، روږدي راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو میلیون زیات افغان کډوال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په زور رااېستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي. مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هیوادونو څخه غواړي چې نورو هیوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ټرانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هیواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هیوادونو په ګټه دی، نو په دې خاطر په افغانستان کې د ثبات د دوام لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی. نوموړي د کاسا زر پروژې د عملي کېدو لپاره یې د نړیوال بانک د اقدام هم مننه وکړه. مولوي عبدالسلام حنفي له بېلابېلو هیوادونو څخه د افغانانو په زور اېستلو منفي اغېزو ته په نغوتې وویل، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي. دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي او همدارنګه یې څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې افغانستان یو اقتصاد محوره هیواد وي او د هیڅ هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړي چې نور هیوادونه هم د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ایران، روسیې او پاکستان کې د شویو بریدونو په غندلو سره او په هغه کې د چینایي وګړو وژل کېدو ته په اشارې وویل، موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي غندو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button