
اسلامي امارت؛ د هيواد د بقا او ارضي تماميت ساتندوی!
د اسلامي امارت دواړو دورو کې د هيواد سترې او عليا ګټې تامين شوې. هغه مهال چې روسان له افغانستان څخه ووتل او بیلابیلو تنظيمونو واک ترلاسه کړ، د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو په اشاره او په بيلابېلو نومونو او شعارونو يې هيواد کې د کورنۍ جګړې اورونه بل کړي وو او هيواد يې د تجزيې او ويشل کېدو له جدي او واقعي ګواښ سره مخ کړی و.
د اسلامي امارت دواړو دورو کې د هيواد سترې او عليا ګټې تامين شوې. هغه مهال چې روسان له افغانستان څخه ووتل او بیلابیلو تنظيمونو واک ترلاسه کړ، د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو په اشاره او په بيلابېلو نومونو او شعارونو يې هيواد کې د کورنۍ جګړې اورونه بل کړي وو او هيواد يې د تجزيې او ويشل کېدو له جدي او واقعي ګواښ سره مخ کړی و.
د الله تعالی ستر احسان او فضل و، چې د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی په مشرۍ اسلامي امارت د هيواد د عليا ګټو او مصالحو د تامين په موخه حرکت پيل کړ او د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې په ۶ مه يې د هيواد چارې په خپل واک کې واخيستې او د هيواد د تجزيې او کورنۍ جګړې علمبرداران يې خپلو هيلو او ناولو موخو ته له رسېدو راوګرځول.
که څه هم د اسلامي امارت لومړۍ دوره ډېر وخت پاتې نشوه او په۱۳۸۰ ل کال کې یې د داخلي ګوډاګيانو په همکارۍ د امريکا له لوري حکومت ړنګ شو، خو د هيواد سترې ګټې، ارضي تماميت او د جغرافيې سالميت د دغه ستر اسلامي او ملي حرکت لاسته راوړنې بلل کیږي او تاريخ يې د هرې شيبې او برخې ګواه دی.
د اسلامي امارت د حکومت له ړنګېدو وروسته يو ځل بيا هغو جنګسالارانو د چارو واګي ترلاسه کړل، چې د کورنیو جګړو پر مهال يې زرګونه بې ګناه هېوادوال شهیدان کړي وو او د ډول-ډول داسې ظلمونو ارتکاب يې کړی و، چې تاريخ يې په ثبت شرميږي.
هغوی خپل تېر تاریخ يو ځل بيا تکرار کړ، هيواد يو ځل بيا ناامنه شو، وژنو، ربړونو او غصب يو ځل بيا د هيواد لر او بر ونيول، هيچا خپل ځان، مال او عزت خوندي نه ګڼل او ګران هيواد په نړۍ کې د اداري فساد او د نشه يي توکو په تولید او قاچاق کې لومړی مقام درلود.
خو اسلامي امارت يو ځل بيا هيواد کې د اسلامي نظام د نفاذ، د ازادۍ د اعادې، د ارضي تماميت د ساتلو او د امنيت راوستلو په څېر د سترو ګټو او موخو لپاره په ډېرو کمو امکاناتو اوږده او ناانډوله مبارزه وکړه.
او بالاخره دوه کاله وړاندې د الله تعالی په نصرت او مرسته او د مجاهدینو د بې سارو قربانيو په بدل کې د اشغال کرغیړن ټغر ټول او د هيواد چارې يو ځل بيا د رښتينو، ژمنو او مخلصو مشرانو لاس ته ولوېدې.
اوس الحمدلله په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تأمين دی، د غصب او چور تالان مخه نيول شوې، د فساد او د نشه یي توکو د تولید کچه له ټولو ټيټې کچې ته رالوېدلې، د سترو اقتصادي او زيربنايي پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي، تعليمي نظام تقريباً د هيواد ټولو برخو ته غځېدلی او هر څوک خپلې ورځنۍ چارې په ډاډه زړه او له هر ډول ويرې پرته ترسره کوي.
نو موږ بايد د الله تعالی د دغه ستر نعمت شکر ادا کړو او د حاکم او خپلواک نظام کلک ملاتړ وکړو.