سرلیکنې

اسلامي امارت؛ د هيواد دیني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا الګو!

افغانان د تېرو څلورو لسيزو په ترڅ کې د خپلو او پرديو له لاسه ډېر وځورېدل، له روسانو او امريکايانو را نيولې بيا د ګاونډيو هېوادونو ترلاسوهنو پورې، هېچا پرې صرفه ونه کړه ، خود خوښۍ ځای دا دی چې افغانستان له دوه نيموکالو راهيسې د اسلامي امارت تر بشپړحاکميت لاندې راغلی او اوس د ملي وحدت په رڼا کې په برياليتوب سره چارې پرمخ وړي.

افغانان د تېرو څلورو لسيزو په ترڅ کې د خپلو او پرديو له لاسه ډېر وځورېدل، له روسانو او امريکايانو را نيولې بيا د ګاونډيو هېوادونو ترلاسوهنو پورې، هېچا پرې صرفه ونه کړه ، خود خوښۍ ځای دا دی چې افغانستان له دوه نيموکالو راهيسې د اسلامي امارت تر بشپړحاکميت لاندې راغلی او اوس د ملي وحدت په رڼا کې په برياليتوب سره چارې پرمخ وړي.

له دې دمخه نه يوازې افغانستان اشغال و، بلکې د افغانانو ملي او معنوي ارزښتونه هم له انقراض سره مخ او ترمختلفو نومونو لاندې داسې دامونه ورته ايښودل شوي وو، چې په څرګنده د دغه ملک د ځوان نسل بربادي او تباهي په کې نغښتې وه، ځکه د تېر رژيم د چارو واګي د يوشمېر داسې داخلي او بهرنيو بې مسئوليته هوسبازانو په لاس کې وو، چې نه اسلامي او نه هم افغاني ارزښتونو ته ژمن وو ، دوی هغه کسان وو چې له خپل عيش-عشرت او جيب ډکولو پرته يې په بل هېڅ شي فکرنه کاوه.

څلور لسيزې د مخه د هېواد يوشمېر ناوړه بچيانو دا خاوره د روسانو تر اشغال لاندې راوسته او له داسې خونړيو پېښو سره يې مخ کړه، چې هم يې ځانونه تباه او برباد کړل او هم يې افغانان داسې وتروړل چې تر پرون پورې يې له ټپونو وينې څڅېدې، روسان مات شول ،خو د بې اتفاقۍ او قومي ناروغيو د داسې بنسټ ډبره يې په افغانستان کې کېښوده چې پوره پنځه کاله [له ۱۳۷۰ ـ ۱۳۷۵ ] پورې نورې هم د بېګناه افغانانو وينې د خپلمنځي جګړو په ترڅ کې وبهېدې او يوازې د اسلامي امارت په لومړۍ مرحله کې هم مرکزي حکومت و او هم امنيت تامين و،  خو يوشمېر خود غرضه قومي ناروغانو د شخصي امتيازاتو او مفاداتو په بدل کې هيواد يو ځل بيا د نړيوال استعمار په مارکيټ کې بولۍ ته کېښود څو د ۱۳۸۰ کال په وروستيو کې آمريکا او ناټو د ټولو نړيوالو معيارونو خلاف افغانستان اشغال کړ. دا چې اشغال هېڅ مثبت اړخ نه لري، همدا وجه وه چې د هېواد اصيلو اولادونو د اسلامي امارت تر قيادت لاندې د اشغال پر ضد وسلې ته لاس کړ او د پرديو پر وړاندې يې وسلواله مبارزه پيل کړه. هغه مهال يوازې اشغال نه، بلکې فساد هم داسې اوج ته ختلی و چې مخنيوي يې ګران و ، يوشمېرکسانو په ښکاره د هيواد له معنوي او ملي ارزښتونو سره په ټکرکې حرکت کاوه، چې هويت يې همدا اوس هم تولو افغانانو ته په ډاګه دی، دوى هغه کسان وو چې پر ملي اصالت يې غلامۍ ته ترجيح ورکوله .

له ټولو مهمه داچې د تېرې نيمې پېړۍ په ترڅ کې د افغانستان د ارضي تماميت د انقراض او خوندي ساتلو په اړه د هرچا نيتونه ښه ثابت معلوم شول، ځکه وموليدل چې څنګه او په کوم تاکتيک دغه ملک دوی د يو بل له اوږې وويشت، زخمي يې کړ، پر ارزښتونو يې ملنډې ووهلې او نورې داسې کانې يې وکړې چې د يوه اصيل افغان له شان سره مناسبې نه وې.

 خوله نېکه مرغه بيا هم داخلي او بهرني دښمنان په دې ونه توانېدل چې په دغه ملک کې خپل ناروغ يا بهرنی اشغالي اقتدارټينګ کړي .

افغان مسلمان ملت نور په ډېر درناوي د هېواد په داخل کې له قومي ناروغانو، عقده منو ډلو ټپلو او په نړۍ کې له مغرضو هېوادونو او ټولنيزو بنسټونو صميمانه هيله کوي چې نورافغانستان د يوڅه وخت لپاره په خپل حال آرام پرېږدي او بيا له هغوی سره چې غواړي بيا ځلې افغانستان د فساد اوناامنيو په لومو کې ښکيل وساتي، د مادي او تبليغاتي مرستې زمينه برابره نه کړي؛ ځکه موږ هره ورځ له مغرضو نړيوالو راډيوګانود زهرجنوتبليغاتو روانه لړۍ اورو، چې دا نه يوازې د دوی په ګټه نه بولو، بلکې ډاډه يو چې بې موجبه تبليغات د مسلمان امت په اراده کې هېڅ بدلون هم نشي را وستلاي ، وينو چې ځينې وختونه دا مغرضې او افغان ضد کړۍ په پرديوهېوادونوکې د غونډو او ناستو له لارې د افغانستان د آرامۍ دښمنانوسره په همغږۍ  د پروپاګند د کنفرانسونو زمينه برابروي ،خو د دوی دا هلې ځلې تل بې نتيجې پاي ته رسېږي .

څرګنده ده چې اسلامي امارت په ملي او نړيواله کچه زيات دښمنان لري او د خپلو نيتونو په ارتباط  پېژندل شوي هم دي ، خو موږ ډاډه يو چې د دغو زبون وهليو دښمنانانوپه وس اوتوان کې هېڅ نشته ،ځکه د اسلامي امارت بنياد په اسلامي اصولو او اساساتو بناء شو چې د هرافغان حقوق او حيثيت ولو که د هېواد هرقوم ته منسوب وي له تبعيض اوتعصب پرته په مساوي ډول په کې خوندي دي ، نوکه چېرې نړيوال په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي وي لازمه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد له توطيواو تبليغاتولاس واخلي اودهغو ډلو ټپلو ملاتړونه کړي چې د افغانستان  د بيا ځلي  ناامنولوغوښتونکي دي .

په افغانستان کې اوس سراسري امنيت تامين اود بيا رغاونې کارونه پرمخ روان دي. دا چې ګاونډي هېوادونه په خپلو پولوکې د نا امنۍ اندېښنې لري دا ټولې بېځايه دي ،ځکه د افغانستان خاوره به نه د ګاونډيو اونه هم د سيمې د کوم هېواد پر ضد وکارېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button