سرلیکنې

اسرائيلي وحشت او د فلسطين مظلوميت..!

له تېرو څوورځو را په دې خوا چې د اسرائيلي يرغلګرو له لوري د فلسطين پر مظلومو او بې ګناه مسلمانانو کوم جبر او نسل وژنه روانه ده، د نړۍ په تاريخ کې يې بېلګه نه ليدل کېږي او ټوله غربي نړۍ په دغې نسل وژنه کې سره يوموټې ده. د اسرائيلو له خوا د د ړندو بمباريو په لړکې له (۳۳۰۰ ) تنو زيات بې ګناه فلسطيني مسلمانان په شهادت رسېدلي او له (۱۱۰۰۰) څخه زيات ټپيان شوي دي، چې لويه برخه يې مېرمنې او ماشومان دي.

له تېرو څوورځو را په دې خوا چې د اسرائيلي يرغلګرو له لوري د فلسطين پر مظلومو او بې ګناه مسلمانانو کوم جبر او نسل وژنه روانه ده، د نړۍ په تاريخ کې يې بېلګه نه ليدل کېږي او ټوله غربي نړۍ په دغې نسل وژنه کې سره يوموټې ده. د اسرائيلو له خوا د د ړندو بمباريو په لړکې له (۳۳۰۰ ) تنو زيات بې ګناه فلسطيني مسلمانان په شهادت رسېدلي او له (۱۱۰۰۰) څخه زيات ټپيان شوي دي، چې لويه برخه يې مېرمنې او ماشومان دي. يوازې وړمه شپه د صهيونيستي رژيم په وحشيانه بمبارۍ کې، چې پر المعمداني روغتون شوې، (۱۰۰۰) تنه فلسطيني بې ګناه مسلمانان په شهادت رسيدلي او په سلګونو نوري ټپيان شوي دي چې دا دټولو نړيوالو قوانينو خلاف يو سترجنګي جنايت ګڼل کېږي . ټوله نړۍ چپه خوله او د فلسطين پر خلاف د عملياتو لړۍ جاري ده، د ځينو اسلامي هيوادونو لکه سعودي عربستان قطر، ترکيې، تونس او مصر له خوا د دغو بريدونو غندنه شوې؛ خو يوازې غندل بسنه نه کوي، بلکې له فلسطين څخه د دفاع په موخه نظامي او اقتصادي مرستې پکار دي. تراوسه د اسلامي نړۍ له لوري يوازې په غندنو اکتفا شوې او دا د اسلامي حکومتونو د بې همتۍ او سستۍ له ټولو ټيټه کچه ده . لکه چې وايې په هغو رګونو کې چې وينه وچه شي هلته بيا اوښکې او خولې تويول هېڅ معنی نه لری. د حکومت په کچه په هيڅ يو کې دومره غيرت او احساس را پيدا نه شو، چې امريکا او لويديځ ته په زغرده ووايي چې تاسې غربي کفار ولې د مظلوم فلسطين پرخلاف او د فلسطينانو دنسل وژنې لپاره يو شوی ياست؟
نن د مسلمانانو او اسلامي امت پرخلاف د نړۍ کفار ټول په يو صف کې سره راټول شوي دي او عملاً د مسلمانانو پر وژنه بوخت دي، خو له موږ څخه د يووالي او اتحاد احساس اخيستل شوی . حال دا چې مسلمانان ټول د يوه وجود حيثيت لري او لازم ده چې يو دبل پر درد دردمن شي . که د لاس ګوتې يوه يوه وي ماشوم هم کولی شي دغه يوه يوه ګوته ماته کړي او که همدغه يوه يوه ګوته سره راټولې شي او موټی ترې جوړشي نو موټی بيا د خلکو خولې ماتوي. او س ددې وخت رارسېدلی دی چې اسلامي هيوادونه په خپلو کې سره يو موټي شي او د يوه واحد قوت په حيث کفرۍ نړۍ ته خپل ځان را څرګند کړي له تېرو عبرت وا خلي او پر راتلونکې غورو کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button