سیاست او دولت

ازبیکستان: چمتو يو چې په تاشکند کې د افغانستان سفير ومنو

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ازبیکستان د بهرنيو چارو دوزير بختيار سعيدوف په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او همدارنګه سيمه‌ييز اتصال په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ازبیکستان د بهرنيو چارو دوزير بختيار سعيدوف په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او همدارنګه سيمه‌ييز اتصال په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې د دې ليدنې پر مهال د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال، د افغانستان او ازبیکستان د ولسونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې سره، ويلي چې دواړه هيوادونه په بېلابېلو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال يې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمينه برابره شوې ده. ملا برادر آخوند زياته کړې ،چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سياست تعقيبوي، چې اساسي تمرکز يې پر سيمه‌ييز اتصال دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سيمې او په ځانګړې توګه ازبیکستان همکارۍ ته اړتيا لري.

ملا عبدالغني برادر آخوند د افغانستان او ازبیکستان له لارې د ترانزيټ کچې زياتېدو، د سوداګريزو اړيکو پراختيا، دوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برښنا لېږد، دترانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمينې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی دی. ده دغه راز د اوبو مديريت او کرنې پراختيا ته په اشارې سره ويلي دي:  (( د هيواد په شمال کې د قوش‌تېپې کانال د افغان ولس د لسيزو آرمان و ، چې متأسفانه د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتيو په نتيجه کې موږ ونه توانېدو ،چې له آمو سېند څخه د آمو سېند د حوزې د نورو هيوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه کانال کارونه پيل شوي او افغانان خپل حق ترلاسه کوي او په دې اړه بايد هېڅ ګاونډي اندېښنه و نه لري.))

د ازبیکستان د بهرنيو چارو وزير هم، د افغانستان او ازبيکستان دوستانه اړيکو ته په اشارې سره ويلي، چې هيواد يې چمتو دی له افغانستان سره د خپلو سياسي او اقتصادي اړيکو دپراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير ومني. ده زياته کړې چې ازبيکستان ته له آمو سيند څخه د افغانستان د استفادې دريځ ارزښت لري او هيواد يې چمتو دی د دغه کانال په تخنيکي برخه او همدا راز د اوبولګولو د عصري سيسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. بختيار سعيدوف همدا رنګه ويلي ،چې ازبیکستان چمتو دی په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د توليد په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زياتېدو او د سيمه‌ييز اتصال په موخه د افغان – ټرانس او برښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.د يادونې وړ ده چې په راغلي ۳۰ کسيز لوړ رتبه ازبيک پلاوي کې، د ياد هيواد د کابينې يو شمېر غړو او د خصوصي سکتور استازو حضور درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button