اقتصاد

ازبیکستان ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال د نهايي شويو موضوعاتو د تعقيب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې

48 / 100

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو د مسئولينو له لوري ازبيکستان ته د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د نهايي شويو موضوعاتو د تعقيب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې.دغه غونډه چې پرون په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د دوه اړخيزو سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو د پراختيا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر متوازن بيلانس، د باروړونکو موټرو د شمېر پر زياتوالي، د حيرتان بندر د فعاليت پر ۲۴ ساعته کولو، د ګډې سوداګريزې خونې د جوړېدو، په ترمز کې د افغان – ازبيک ګډ سوداګريز مرکز څخه پر استفادې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطين اړوندو هوکړه‌ليکونو د نهايي کولو، د وسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبيک پانګوالو د پانګونې، په افغانستان کې د سيمنټو د توليدي کارخونې د جوړېدو، د ترمز- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د وسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د ازبيکستان د همکارۍ، د نايب آباد سټېشن پر پراختيا، د سورخان- پلخمري د برښنا لېږد په برخه کې د ازبيکستان پر پانګونې او د يوشمېر نورو موضوعاتو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو ياد موضوعات په جدي ډول تعقيب او په ټاکلو وختونو خپل راپورونه د رياست‌الوزراء د اقتصادي معاونيت له مقام سره شريک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button