
اقتصاد
ازبکستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانيستل کېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د ودې او بازارموندنې په موخه په نږدې راتلوونکي کې به په ازبکستان کې د افغاني توکو نندارتون پرانيستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د ودې او بازارموندنې په موخه په نږدې راتلوونکي کې به په ازبکستان کې د افغاني توکو نندارتون پرانيستل شي. د دغه وزارت د چارواکو په وينا، له ازبکستاني پلاوي سره په خبرو کې د هيواد سوداګرو ته د آسانتياوو د برابرېدو په هکله هوکړه شوې ده. اخوا، د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال جمشېد خواجه يوف وايي: له افغانستانه دغه هيواد ته د صادراتو په زياتوالي کې هم همکاري کوي. تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي و، هڅه کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې ارزښت په کال کې درې ميليارده ډالرو ته ورسوي.