اقتصاد

ازبيکستاني سوداګرو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

53 / 100

  د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، پرون له يوشمېر ازبيکستاني پانګوالو سره وکتل.د ر ياست‌الوزراء د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ازبيکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برښنا د توليد، د نفتو د معياري چاڼ‌خونې جوړولو، د سمنټو د توليد فابريکې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معياري پخې مالګې د توليد، د معياري نساجي فابريکې رامنځته کولو او همدا رنګه د برښنايي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

يادو پانګوالو زياته کړې چې افغانستان د پانګونې لپاره په يو مناسب هېواد بدل شوی او له بشپړ چمتووالي سره راغلي ،چې په يادو برخو کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شريکې کړي.د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال هم په خپلو خبرو کې، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې  ته د ازبيکستاني پانګوالو له لېوالتيا څخه هرکلي کړي او دوی ته يې ډاډ ورکړي چې ټول وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوي سره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button