
اروپايي پارلمان: امريکا او اروپا د غزې د خلکو په وژلو کې شريکې دي
د ايرلنډ جمهوريت استازي ((ميک والاس)) وړمه ورځ د اروپا په پارلمان کې لوېديځ هيوادونه د غزې د خلکو په وژلو کې د صهيونيستي رژيم ملاتړي او شريک ګڼلي دي.
د ايرلنډ جمهوريت استازي ((ميک والاس)) وړمه ورځ د اروپا په پارلمان کې لوېديځ هيوادونه د غزې د خلکو په وژلو کې د صهيونيستي رژيم ملاتړي او شريک ګڼلي دي.نوموړي ويلي، چې تلابيب د امريکا، انګليس او اروپايي ټولنې په ملاتړ غزه کې جنګي جنايتونه کوي.ښاغلي والاس زياته کړې، چې د اروپا خلک بايد غزه کې د وژنې د مخنيوي او بندښت لپاره پر خپلو دولتونو فشار راوړي.ميک والاس ويلي: په دې کې شک نشته، چې اسرائيلو د امريکا او اروپايي ټولنې له ملاتړ پرته غزه کې جګړه نه شوای کولای.د ميک والاس په وينا: يوازې اسرائيل يرغلګر نه دي، چې جنګي جنايات کوي، بلکې اروپايي ټولنه، امريکا او انګليس هم د دې نسل وژنې په پرلهپسې ملاتړ جنګي جنايتونه کوي.ښاغلي والاس په پای کې د ټولو هيوادونو د خلکو مسئوليت ګڼلي، چې پر دوی فشار راوړي، تر څو د غزې په ډلهييزه وژنه کې دا لاس لرل پای ته ورسېږي.