ټولنه او کلتور

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۷ اعشاريه ۶ ميليون يورو مرسته کوې

اروپايي ټولنه وايي، چې د افغانستان له خلکو سره يي د مرستې لپاره ۷ اعشاريه ۶ ميليون يورو ځانګړي کړي دي.دې ټولنې د چنګاښ ۲۹ تمه څرګنده کړې، چې دا مرسته به د افغان ايد موسسې له لوري اړوند پروژې ته ورکړل شي.

اروپايي ټولنه وايي، چې د افغانستان له خلکو سره يي د مرستې لپاره ۷ اعشاريه ۶ ميليون يورو ځانګړي کړي دي.دې ټولنې د چنګاښ ۲۹ تمه څرګنده کړې، چې دا مرسته به د افغان ايد موسسې له لوري اړوند پروژې ته ورکړل شي.د دې مرستو موخه په بدخشان، دايکنډي، غور، جوزجان، سمنګان او تخار ولايتونو کې د کروندګرو د خوراکي توکو د توليدي پروسې ښه والي او د بې اوبو ځمکو بيارغول دي. افغانستان په ځانګړي توګه د اقليم د بدلون د اغېزو پر وړاندې زيان منونکي دی او د وچکالۍ، سيلابونو او د تودوخې د لوړېدو په ګډون د ايکولوژيکي ګواښونو له کبله هم تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هيواد دی.د اروپايي اتحاديې مسئولينو ويلي، موږ په افغانستان له زيانمنونکيو کورنيو سره مرستو ته ژمن يوو، چې نه‌شي کولی خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.د افغان ايد مشر، چارلس ديوي ويلي: په داسې حال کې، چې ډېری افغانان د خواړو خونديتوب نه‌لري. دا مهمه ده، چې له زيان منونکيو کورنيو سره د مرستې لپاره ډېر څه وشي او د خوراکي توکو وده يې رامنځته، عايد پياوړي او متنوع شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button