اقتصاد

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۴۳ ميليونو يورو مرستې اعلان وکړ

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۴۳ ميليونو يورو مرسته وړمه ورځ تصويب کړې.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۴۳ ميليونو يورو مرسته وړمه ورځ تصويب کړې. د اروپايي ټولنې د نړيوال مشارکت کمېشنرې يوتا اورپيلينين وويل: اروپايي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دريځ د بدليدو نه دی. نوموړې زياته کړه، چې د اروپايي تولنې ۸ ،۱۰۲ يوسلو دوه اعشاريه اته ميليونه يورو مرسته به د روغتيا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي، زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو ولګېږي. د آغلې اروپيلينين په وينا: دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي ،چې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي. د اروپايي ټولنې دا مرسته د هغې يو ميليارډ او دوه سوه يورو ژمنې يوه برخه ده ،چې د دوه زره يو ويشتم کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button