روغتیا

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

اروپايي ټولنه وایي، افغانستان ته یې سل ټنه طبي توکي او درمل استولي او له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې څانګې پرون په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د هوايي دهلېز له لارې یې د ۱۰۰ ټنه طبي توکو او درملو بله کڅوړه کابل ته استولې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه ټولنه له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د یادونې ده، اروپايي ټولنې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته افغانستان ته را استولې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button