ټولنه او کلتور

اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو سره د ۹۲ ټنو اړينو توکو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې ويلي، چې وړمه ورځ  د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه يوه الوتکه، چې ۹۲ ټنه اړين توکي پکې بار وو هرات ته رسېدلې ده.

اروپايي ټولنې ويلي، چې وړمه ورځ  د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه يوه الوتکه، چې ۹۲ ټنه اړين توکي پکې بار وو هرات ته رسېدلې ده. دغې ټولنې زياته کړې، چې دوی په دوبۍ کې له خپلو ذخايرو څخه ۵۷ ټنه اړين توکي، چې کمپلې او نور ژمني توکي پکې شامل دي، دغه ولايت ته استولي دي. دغه راز له دې مرستې ۲۰ ټنه درمل د روغتيا نړيوال سازمان او ۱۵ ټنه خوراکي توکي د خوړو نړيوال پروګرام ته هم ورکړل شوي. ټاکل شوې چې د دغو مرستو دويمه او درېيمه الوتنه په نږدې راتلونکي کې هرات او کابل ته وشي. د يادونې وړ ده ،چې اروپايي ټولنې تر دې مخکې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۵،۲  دوه اعشاريه پنځه ميليونه يورو ځانګړې کړې وې، چې له دې سره د اروپايي ټولنې د مرستو ټوليز ارزښت ۵،۴ څلورم اعشاريه پنځه ميليونه يورو ته رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button