سیاست

اروپايي ټولنه: له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوو

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه پر زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو اروپايي ټولنې د کډوالو ستونزو په کتو سره خبر ورکړی، چې يادو راستنېدونکو کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي.

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه پر زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو اروپايي ټولنې د کډوالو ستونزو په کتو سره خبر ورکړی، چې يادو راستنېدونکو کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي.يادې ټولنې زياته کړې: (( موږ به په افغانستان کې د کډوالۍ له نړيوال مرستندويو سازمانونو سره همکار پاتې شو او هغو افغان کډوالو ته به مرستې چمتوو کړو، چې له پاکستانه را اېستل کېږي.))له دې سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ په تورخم او سپين بولدک کې له راستنېدونکو کډوالو سره د همکارۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړی.يادې کمېشنرۍ زياته کړې: ((د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ کارکوونکي له پاکستان سره پر کرښه سپين بولدک او تورخم  کې دي او له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي، چې تازه له پاکستانه را اېستل شوي.))د ژمي په رانږدې کېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د را اېستلو او همدارنګه په هرات کې زلزله ځپلو راتلونکي برخليک ته په اشارې، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام وايي: افغانستان پر نړيواله کچه د اقليمي بدلون په نتيجه کې تر ټولو زيان منونکی هيواد دی.ياد پروګرام زياتوي: (( دا چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله زيامن دي، د خوړو نړيوال پروګرام به د اروپايي ملاتړو هيوادونو په مرسته ګڼو اړمنو افغانانو ته مرستې چمتوو کړي.))څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوالې ادارې ويلي وو، چې په تورخم او سپين بولدک کې په پوره چټکتيا کار کوي تر څو ډېر شمير افغان کډوالو ته لومړنۍ مرستې ور ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button