مقالې او تبصرې

 اروپايي هېوادونو ته د انساني قاچاق لړۍ لرغونی تاريخ لري!

که څه هم په تېرو دوو لسيزو کې ميليونونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ څخه افغانستان ته راستانه شوي، خو په ورته وخت کې د سيمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د اقتصادي ناورين په اړه تبليغات کوي او په دې ډول افغانان د خپل پلرني ټاټوبي پرېښودو ته هڅوي او پړه يې بېرته د افغانستان پر حکومت وراچوي.

که څه هم په تېرو دوو لسيزو کې ميليونونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ څخه افغانستان ته راستانه شوي، خو په ورته وخت کې د سيمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د اقتصادي ناورين په اړه تبليغات کوي او په دې ډول افغانان د خپل پلرني ټاټوبي پرېښودو ته هڅوي او پړه يې بېرته د افغانستان پر حکومت وراچوي.

د افغان کډوالو په اړه ايروپين ټايمز ورځپاڼې، په تازه راپور کې ويلي، اروپايي هېوادونو ته پر خطرناکو ناقانونه لارو د بې سرپرسته افغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو ورتګ زيات شوی،چې يوازې په جون مياشت کې په اروپايي هېوادونو کې له ۸۳ زرو زيات کسان رسماً د پناه اخيستونکو په توګه  ثبت شوي،چې دا د مخکينۍ مياشتې په پرتله ۲۵ سلنه زياتوالی ښيي، چې په دې ډله کې ۲۹۷۵ يې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي،چې له سوريایانو وروسته دوهمه لويه ډله يې افغانان دي. د ايرو سټيټ پر وينا د دغو افغانانوشمېر۹۱۰ ته رسېږي.

په هر حال غير قانوني کډوالي او د مافيايي بانډونو له لوري انساني قاچاق لړۍ لرغونی تاريخ لري او د تاريخ په اوږدو کې افغانان له هېواده د باندې قرباني ورکوي، په لومړي ځل د ثور کمونيستي کودتا (د ۱۹۷۸کال د اپرېل ۲۷ مه) په لومړي ځل افغانان دې ته اړ کړل، چې په «ډله‌ييز ډول» له افغانستانه ووځي، دغه کډوالي په څلورو پړاوونو کې وه،لومړی پړاو يې د ثور له کمونيستي کودتا څخه د شورويانو تر يرغل پورې دوام وکړ، چې له امله يې ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه افغانان پاکستان او يو لک بيا ايران ته کډوال شول.

دويم پړاو د شورويانو له يرغل سره پيل او د شورويانو پر وتلو پای ته ورسېد، چې په دې وخت کې هم

د افغان کډوالو مجموعي شمېره ۳،۸۸ ميليونو ته ورسېده او د شورويانو د وتلو پر کال په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېره بيا ۵،۶۶۴ ميليونو کسانو ته لوړه شوه، په دغه پړاو کې افغانان تر ټولو زيات کډوالۍ ته اړ شول او په همدغه پړاو کې صنعتي نړۍ ته هم کډوالي پيل شوه او بېرته هېواد ته د کډوالو ستنېدل هم په همدغه پړاو کې د جنيوا تړون له مخې پيل شول.

درېيم پړاو يې د افغانستان کورنۍ جګړې وې، چې د شورويانو له وتلو وروسته د امريکايي او ناټو ځواکونو تر راتګ پورې تقريباً ۴ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول؛ خو په عين حال کې د کورنۍ جګړې له پيل سره له افغانستانه د کډوالۍ بهير هم روان و. په دغه پړاو کې د لومړي پړاو په پرتله په ګاونډيو هېوادونو کې له افغان کډوالو څخه لږ هر کلی وشو.

او څلورم پړاو بيا پر افغان خاوره د امريکا او ناټو شل کلن اشغال و، چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، د امريکايي او ناټو ځواکونو د بريدونو له امله، نژدې ۳ لکه افغانان بيا اړ شول، چې د افغانستان خاوره پرېږدي او په پاکستان کې پناه واخلي،خو کله چې د بُن له کنفرانس څخه وروسته په کابل کې لنډمهاله اداره جوړه شوه، تر ۲۰۰۵ کال پورې تقريباً ۳،۲ ميليونه افغانان له پاکستان او ايران څخه بېرته خپل هېواد ته راوګرځېدل؛ خو له ۲۰۱۴ م کال وروسته له افغانستانه د کډوالۍ لړۍ په تېره بيا اروپايي هېوادونو ته بيا ګړندۍ شوه.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې وروسته يوازې په شپږو اوونيو کې ۱۲۴۰۰۰ زره افغانان د تخليې په عملياتو کې له هېواده وايستل شول او له هغه وروسته هم لسګونه زره افغانان په تدريجي ډول له هېواده وتلي دي، دا بهير تر ډېره له پخوانيو بهيرونو سره توپير لري، ځکه دا ځل تر ډېره علمي پاړکی او لوستي افغانان له هېواده وتلي دي.

د انسانانو قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه يي توکو له قاچاق وروسته درېيمه غير قانوني سوداګري ده،چې په سيمه او نړۍ کې بېلابېل اړخونه لري، له انساني قاچاق سره مبارزه، نه يوازې په ملي کچه عملي تګلارې ته اړتيا لري، بلکې اړتيا ده چې په نړيواله کچه د دې پديدې د مخنيوي په لارو چارو کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منځه يووړل شي.

منو چې افغانانو په غير قانوني ډول کډوالۍ ته مخه کړې او غواړي له غير رسمي لارو اروپا او امريکا ته ځانونه ورسوي، خو دا په دې دلالت نه کوي،چې افغانان په مستقيمه توګه له افغانستانه قاچاق کېږي، کله چې ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي له هغې وروسته د قاچاق وړونکو لاس ته لوېږي، وروسته بيا په ډېرو ستونزمنو لارو کډوالي کوي؛ په داسې حال کې چې اسلامي امارت د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه پلان جوړ کړی او هڅې کوي، چې د سترو پراختيايي پروژو په پلي کولو سره، ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونيسي او د ځوانانو د اقتصادي بوختياوو لپاره اوسنی حکومت ګڼ شمېر پلانونه تر کار لاندې نيولي او د پيلېدو او عملي کېدو په لټه کې

 آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button