اقتصاد

ارزگان کې په لومړي ځل د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

روزګان ولایت کي په لومړي ځل د تجارت خونه پرانیستل سوه او د دغه ولایت یو تن تجار الحاج حبیب الله یې د رئیس په توګه معرفي سو.

روزګان ته د افغانستان د تجارت خوني سرپرست رئیس الحاج محمد یونس مهمند د سفر په ترڅ کي پرون د دغه ولایت د مرستیال والي ملا حکمت الله حاجي مزمل صاحب او ګڼ شمیر نورو تجارنو سره دغه ولایت  لپاره د تجارت خونه پرانیستل او ورسره سم یي الحاج حبیب الله عمر د رئیس او د یادي خوني نور غړي معرفي کړه.

ښاغلي مهمند وویل د یادي خوني په پرانسته به د دغه ولایت د تجارانو او دولتي مسؤلینو تر منځ همږغي رامنځته سي او د دغه ولایت تجاران به د یادي خوني پر مټ د ملي او نړ يوالو تجارانو سره یو ځای او لوی پانګوني به کیږي.

د نوموړي په خبره چي هیواد مو د تجارت برخه کي زیات کار ته اړتیا لري او مهمه ده چي نړیوال تجاران را جلب او دلته پانګونه وکړي.

مهمند د یادي خوني د پرانیستي پر مهال د نوي رئیس څخه وغوښتل چي د دغه ولایت د اسلامي امارت، تجارانو او خلکو سره په همږغۍ د دغه ولایت ذراعتي او معدني تولیداتو ته پراختیا ورکړی او نړۍ ته صادر سي.

نوموړي یاد ولایت د زراعت د اړخه یو غني ولایت وبللی چي بادام، انځر، شکرپاره او ځیره یې د مهمو زراعتي تولیداتو د جملې یاد کړه چي دا مهال د سیا ډیرو هیوادونو ته صادریږي.

په ورته وخت کي د ولایت مرستیال والي ملا حکمت الله مزمل د نوموړي د راتګ او دغه ولایت ته د تجارانو د پاملرني مننه وکړه.

نوموړي وویل چي د یادي خوني په پرانیسته به ډیری ستونزی حل او د دغه ولایت تولیدات به په ښه کیفیت صادر سي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی چي موږ به د تجارانو سره د خپله اړخه پوره همکار یو او دوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کوو.

بل لور الحاج حبیب الله چي د یادي خوني د رئیس په توګه معرفي سوی وویل مننه چي پر موږ مو باور وکړی او زیاته یې کړه چي هڅه او کوښښ به یی دا وي چي د ټولو تجارانو ستونزي د اسلامي امارت د مسؤلینو سره شریکي کړی او د دغه ولایت د تجارت او تولیداتو په برخه کي چي اړتیا وي پر مختګ بع ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چي روزګان ته به په ملي او نړیواله کچه د تجارانو توجو راوړه وی او دلته به پانګونه کوي چي په ضمن کي به ورسره خلکو ته د کار زمینه هم برابره سي.

په داسي حال کي چي دغه ولایت دریو لویو کارونو چي باید تر سره سي ترڅو یې تجارات او زراعت پر مختګ وکړي اړتیا لري د اوبو بندونو جوړیدنه، د بریښنا فعالیت او د ولسوالیو او همسایه ولایتونه سره د مواسیلاتي لارو جړېدنه چي پر ترڅ کي به یې تجاران هوسا او زراعت پر مختګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button