سرلیکنې

اخلاق داسلام اساسي رکن دی

موږ ته له ځينو حکومتي ادارو شکايتونه رارسېدلي ، چې چارواکي يې له خلکو سره په بد چلند، ښکنځلو او بد اخلاقۍ تورنوي، د حکومت او ملت ترمنځ فاصله ايجادوي او زموږ دهيواد او ملت قسم خوړلي دښمنان هم پدې هڅه کې دي ، چې داسې شرايط برابر کړي او دنړۍ اشغالګرو او استعماري هيوادونو ته يوځل بيا دافغان مومن او غيرتي ملت دځپلو او ځورولو لپاره يو بل چانس په لاس ورکړي.

موږ ته له ځينو حکومتي ادارو شکايتونه رارسېدلي ، چې چارواکي يې له خلکو سره په بد چلند، ښکنځلو او بد اخلاقۍ تورنوي، د حکومت او ملت ترمنځ فاصله ايجادوي او زموږ دهيواد او ملت قسم خوړلي دښمنان هم پدې هڅه کې دي ، چې داسې شرايط برابر کړي او دنړۍ اشغالګرو او استعماري هيوادونو ته يوځل بيا دافغان مومن او غيرتي ملت دځپلو او ځورولو لپاره يو بل چانس په لاس ورکړي. موږ دافغانستان داسلامي امارت پر مسئولينو غږ کوو ، چې خپل استخباراتي نظام لاپسې پياوړی کړي او په حکومتي ادارو کې دهغو اشخاصو مخنيوي وکړي ، چې نظام تخريبوي، ملت پر حکومت بې باوره کوي او د اختلافاتو فضا رامنځ ته کوي ، چې ((دا يې اسلامي نظام او دا دې طالب او ملا ))صفوف بايد تصفيه او له داسې فاسدو او بد اخلاقو اشخاصو څخه پاک شي ، چې زيان يې اسلام او مسلمانانو ته رسېږي. يو څوک که دا چا لپاره هر څومره مفيد هم وي، پيسې دې په کور ورکړي، خو دا نه ، چې ګټه يې کمه او ضرريې زيات وي دبېلګې په توګه که په يو بېلر اوبو کې د زهرو يا ګنګۍ يو څاڅکی هم ولوېږي، خلک ځان ترې ساتي. په حکومتي ادارو کې ددغه راز اشخاصو حضور هم همداسې دی، نو پکار ده ، چې ډډه ترې وشي او پرځای يې داسې وړ اشخاص پر دندو وګمارل شي ، چې هيواد، اسلام او ملت ته ژمن وي، اسلامي اخلاق ولري، ملت پر حکومت ډاډمن کړي او په واقعيت کې ديوه بادرکه، بادرده او مخلص انسان په توګه د اسلامي نظام استازولي وکړي، نه دا ، چې خلک له ځان څخه متنفر کړي او دافغان مجاهدينو دبې دريغه قربانيو په پايله کې دلاس ته راغلي اسلامي نظام پر سپينه لمن يو تور داغ او لکه پاتې شي ، چې صفايي يې ناشونې ده. ښه اخلاق پيغمبري سنت او انساني کرامت ته درناوی دي لکه ، چې وايې: ټيټ شه ، چې جګ شې، عزت په تقوی او خاکسارۍ کې دی، نه په ښکنځلو، بدرد ويلو او بداخلاقۍ کې. له ږيرې، اوږدو تسبو، چارکونجه لمنې او اوږدو څڼو او حکومتي امکاناتو بده ګټه اخيستنه له مسلمانانو سره ظلم او خيانت دی دا ، چې صورت دې جوړ او منځ دې خوړين وي، دا اسلام او مسلمانانو ته توهين دی. اسلام يواځينی دين دی ، چې د هرچا حقوق په کې خوندي دي.موږ بايد اسلام په عمل کې ثابت کړو، نه دا ، چې پخپل ناوړه عمل سره يې لازيانمن کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button