سرلیکنې

اختـر د اسـلامي  ورورګلـوۍد ټینګښت زرینه موقـع!

حقیقت دادی چې د اسلام په سپېڅلو لارښوونو او سپارښتنو کې د ګرد بشریت خصوصاً مسلمانانو ترمنځ د اجتماعیت پر موضوع خورا زیات ټینګار شوی چې د پنځه ګونو لمونځونو، جمعې ورځې، اخترونو، جنازې، حج، عمرې، استتقاء، عقد نکاح، ولیمې او داسې نورو مناسبتونو پر مال د مسلمانانو پر ذمه د راغونډېدلو احکام یې ښکاره بېلګې او واضح دلایل دي.

حقیقت دادی چې د اسلام په سپېڅلو لارښوونو او سپارښتنو کې د ګرد بشریت خصوصاً مسلمانانو ترمنځ د اجتماعیت پر موضوع خورا زیات ټینګار شوی چې د پنځه ګونو لمونځونو، جمعې ورځې، اخترونو، جنازې، حج، عمرې، استتقاء، عقد نکاح، ولیمې او داسې نورو مناسبتونو پر مال د مسلمانانو پر ذمه د راغونډېدلو احکام یې ښکاره بېلګې او واضح دلایل دي. په دې لړ کې د کوچني او لوی اختر ورځو کې د لمانځه لپاره د نسبتاً لویې اجتماع او ډېرو خلکو راټولېدل، د خپلوانو، ګاونډیانو او نورو دوستانو پوښتنه ګروېږنه کول، هغوی سره کېناستل، په شریک دسترخان راغونډېدل او په لوی اختر کې د قربانۍ له غوښو د مسکینانو او بې وزلانو پالل یقیناً په خصوصي توګه د مسلمانانو ترمنځ د خواخوږۍ او اسلامي اخوت د لاټینګښت یوه زرینه موقع ده. بناءً لکه څرنګه چې د یوې کورنۍ او کلي لپاره همدغه اخترونه د خپل منځي وحدت، همکاریو، همغږیو، ګډو مشورو او ملګرتیا زیاتولو لپاره يوښه فرصت دی، د ټول هېواد بېلابېلو قومونو او پرګنو لپاره هم د ملي وحدت د ټینګښت لپاره غوره چانس ګڼل کېدی شي. البته په دې ترڅ کې افغان ملت لا نور هم ډېر نېکمرغه دی چې سل په سلو کې د یوه دین او ګډ کلتور خاوندان دي، ځکه ښکاره ده چې مثلاً بله ورځ به د ټول هېواد په هیڅ کونج و کنار کې داسې کوم کلی نه وي چې د لوی اختر په مراسمو او قربانۍ بوخت نه وي. دغه راز موږ افغانان د یو مسلمان ملت په توګه د زړه له تله د ګرد امت په سوکالۍ خوښ او په بده ورځ یې خورا ژور خپګان لرو. تردې چې پرته له شکه ان زموږ یو شپون او عادي کس به هم د خپل هېواد همدې ډاډمن اختر کې د فلسطین د مظلومو وروڼو له درده نه وي بې غمه. له بده مرغه دا هم د امت د انتشار پایله ده چې دا وخت مېړني افغانان خپله هم د ګردې نړۍ تر فشار لاندې او هیڅ داسې کومه موقع نه لري چې د غزې یا نورو مظلومو مسلمانانو مرستې او لاس نیوي ته ورودانګي

 او په یوه سنګر کې یې تر څنګه ودریږي. په هر صورت قادر خدای جل جلاله دې د قربانیو دغه لوی اختر د ټول امت ترمنځ د خواخوږۍ او وروګلوی د ټینګښت یو ښه فرصت وګرځوي. پاکه خدایه د غزې محصور مسلمانان په خپل کامل قدرت سره د وحشي دښمن له ظلم و ستمه وژغورې او زموږ کړېدلی او ځورېدلی ملت هم نور د دوښمنانو او رقیبانو له شیطاني دسیسو په خپل حفظ و امان کې وساتي.

لوی اختر دې ټول مسلمان امت ته مبارک وي.

تقبل الله عنا وعنهم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button