سرلیکنې

اختر او ټولنيز مسئولیت؟!

راتلونکې دوشنبه د نېکمرغه لوی اختر ورځ ده، الحمدلله په هيواد کې سرتاسري امنيت تأمين دی او په کورونو کې د جګړو پر وژل شويو د سوګ او غم مرثيې نه ويل کېږي، بلکې ځای يې خوښيو نيولی، اوس افغان ملت کې له نوي سره د ژوند هيلې راټوکېدلي دي او تمه کيږي، چې دا ځل به هم د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د تېر په څېر د خلکو د امنيت ساتنې برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

خو يو څه چې زموږ د ملت د خوښیو پر وړاندې اوس هم خنډ دی، هغه د تېرو څلورو لسيزو جګړو ناوړه اغېزې او له ماتي وروسته د لوېديځ سياسي او اقتصادي بندیزونه دي.

افغانستان کې له ماتې وروسته اوس لوېديځ د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف پر افغانستان سياسي او اقتصادي محدودیتونه وضع کړي دي، چې له امله يې افغانان له يولړستونزو سره مخ دي.

اوس چې لوی اختر ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي، ځينې هيوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی، چې د اختر خوښۍ لکه څرنګه چې پکار ده ولمانځي، له دې حالت څخه د وتلو لپاره او د دې لپاره چې ټول مسلمان ملت د اختر خوښۍ ولمانځي، بايد شتمن نه يوازې د قربانۍ غوښې، بلکې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو د پوښاک او جامو غم هم وخوري.

دا کار دې شتمن احسان نه ګڼي، بلکې مسئوليت يې دی او بايد تر سره يې کړي؛ ځکه چا ته چې الله تعالی مال او شتمني ورکړي، د نورو په پرتله يې مسئولیتونه او مکلفيتونه هم ورسره ډېرېږي.

څرنګه به هغه شتمن د قربانۍ د غوښو او د نويو جامو په خوند پوه شي، چې يتيم او ناچاره ګاونډی يې نهاره او لوڅ وي؟!

راځئ چې د اختر خوښۍ له نورو سره هم شریکې کړو، په ډېر لږ لګښت او مسئوليت منلو سره کولی شو، د خپلې سيمې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو په خولو خندا راولو او د اختر خوښيو کې يې راشريک کړو.

راځئ په ټول توان او ځواک سره دغه کار ته اوږه ورکړو او خپل ديني، اخلاقي او اجتماعي مسئوليت سرته ورسوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button