مقالې او تبصرې

احمدشاه ابدالي د وطن د آبادۍ او خپلواکۍ د لارې مشال!

هغوی چې خپلو ملتونو او ولسونو ته د آزادۍ او خپلواکۍ مشال راوړی، که کلونه او پیړۍ هم پرې تېرې شي، خو لا هم د ملتونو په زړونو که ځانګړی ځای لري، ملتونه یې د خپلې لارې یو مشال بولي او ریښتیني بچي یې تل کوښښ کوي چې پر پل یې پل کېږدي او د هغه لاره وڅاري، موږ هم پخپل تاریخ کې داسې ډېر شاهکاران او اتلان لرو، چې تل یې ملت ته د آزادۍ او خپلواکۍ درس ورکولو تر څنګ، د یو آزاد او خپلواک وطن او فکر څښتنان کړي هم دي.

موږ که د قومونو، وطنونو، ملتونو او هغه سیمو تاریخ راپورته کړو چې د خپلې خپلواکۍ، آزادۍ او استقلال لپاره یې څومره هڅې او مبارزې کړي، نو وبه ګورو چا چې په ریښتینې توګه مبارزه کړې؛ نو آزادۍ یې تر لاسه کړي او څوک لا هم په دغه درشل کې لکه د کردانو او نورو په څېر منډې ترړې او قربانۍ ورکوي، خو د سالمې رهبرۍ او صداقت د نشتون له امله پاتې راغلي.

احمدشاه ابدالي چې د اوسني افغانستان د بنیاد او بنسټ ډبره یې ایښی یو واقعي واکمن او د هیواد د آبادۍ سرلاری و، کله چې نوموړي د نادر افشار له وژل کېدو وروسته خپل لښکر او افغاني پوځ سره کندهار ته راستون شو، نو دا فکر ورته پیدا شو، چې تر کومه به دلته جدل، جګړې او بدبینۍ وي، تر کومه دا سیمه د پردي حاکم تر سیوري لاندې ژوند کوي، تر کومه به دلته پردی بیرغ رپاند او دا سیمه د بل تر حاکمیت لاندې وي، هماغه وو چې مخور او مشران یې راټول او د یو ښه حاکم خپلواک د ټاکلو لپاره یې صلاح او مشورې وکړې او د اته ورځنیو خبرو اترو وروسته یې احمدشاه ابدالي مشر وټاکه او د لوی افغانستان ډبره کېښودل شوه.

د خپلواکۍ له دغه اعلان سره دلته نور د پخوا په څیر لکه د خوارزمیانو، مغولیانو، ایراني صفویانو، هندي بربریانو او تیموریانو راج ته د پای ټکی کېښودل شو او هیواد پخپله نور د خپل تصمیم، خپل پرمختګ، خپل زراعت او خپل سیاست خاوند شو، چې وده یې ورځ تر بلې زیاتېدله او نړۍ ته یې نن تاریخ روښان دی چې احمدشاه ابدالي د خپل وخت یو قوي، ځواکمن، مدبره او له نظامي او سیاسي پلوه یو پوه واکمن و، ځکه خو «انګليسي تاريخ ليکوونکی الفنستون ليکلي» په رښتيا سره که چېرې په آسيا کې کوم شاه د خپل ملت له خوا د درنښت وړ وي، هغه پرته له احمد شاه ابدالي بل څوک نه دی.».

د نوموړي د واکمنۍ پر وخت افغانانو خپل ځان وپېژندلو، هغوی د خپل هیواد او خپلې خاورې تر څنګ د خپل برخلیک خاوندان شول، له ختیځه تر لوېدیځه او له شماله تر جنوبه د ټولو وګړو ترمنځ پیستون، اتحاد او یووالی و، یو قوي دولت رامنځته شوی و، خپل یو قوي پوځ یې درلودلو او همدا راز احمدشاه ابدالي په بهر کې خپل فکر، فرهنګ، کلتور د ترویج او پراختیا لپاره بې سارې هڅې وکړې، د ډیرو قومونو، مذهبونو او ادیانو د پیروانو ترمنځ یې تفاهم رامنځته کړو، داسې اداره رامنځته کول چې وروسته په مرکزي اسیا کې د شیرشاهي ادارې په نوم یې پراختیا وموندله او له ټولو دا چې د خپل دولت اساس یې د اسلا مقدس دین او همدا راز دغه دین ته خدمت کول و او چې په اخلاص یې ترسره هم کړ.

افغانان اوس یو ځل بیا د خپل برخلیک ټاکلو صلاحیت لري، دوی د پخوا په څیر آزاد او خپلواک دي، هلته که د احمدشاه ابدالي په څیر واکمن د افغانستان جغرافیه وژغورله؛ نو یې بچي ورته ولاړ او همغه پر پل قدم ږدي او مخته روان دي.

حمادافغان شېرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button