
احساس مې په قلم کې.!
که څه هم زموږ ټولنه د نورو ټولنو په پرتله د قلم او ليکنې په برخه کې ډېرې نيمګړتياوې لري او همدا لامل دي، چې ډېرې کارنامې او شاهکارونه مو تاريخ له ياده اېستلي؛ خو له نېکه مرغه زموږ ليکوالانو د صليبي اشغالګرو په وړاندې د تېرې شل کلنې او خورا خونړۍ مبارزې په هکله ځينې ناويلي واقعيتونه د کاغذ پرمخ ليکلي؛ ترڅو مو راتلونکي نسلونه د صليب او هلال د جګړې شاهکارونه له ياده ونه باسي، په خپلو زړونو کې يې نقش کړي او دراتلونکي لپاره ترې ګټه واخلي.
که څه هم زموږ ټولنه د نورو ټولنو په پرتله د قلم او ليکنې په برخه کې ډېرې نيمګړتياوې لري او همدا لامل دي، چې ډېرې کارنامې او شاهکارونه مو تاريخ له ياده اېستلي؛ خو له نېکه مرغه زموږ ليکوالانو د صليبي اشغالګرو په وړاندې د تېرې شل کلنې او خورا خونړۍ مبارزې په هکله ځينې ناويلي واقعيتونه د کاغذ پرمخ ليکلي؛ ترڅو مو راتلونکي نسلونه د صليب او هلال د جګړې شاهکارونه له ياده ونه باسي، په خپلو زړونو کې يې نقش کړي او دراتلونکي لپاره ترې ګټه واخلي. ((احساس مې په قلم کې)) دغه ارزښت لرونکی اثر چې تازه د چاپ پر ګاڼه پنځول شوي، د مجاهد ليکوال، د مرچل مياشتينۍ مجلې د مسئول مدير او د اطلاعاتو-فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د ورځپاڼو د رئيس قدرمن استاذ “مولوي محمد ابراهيم نبيل” د هغو مقالو ټولګه ده، چې د صليبي اشغال پر مهال يې ليکلي او اوس يې د يو کتاب په شکل کې چاپ کړي دي.
زما په نظر؛ خو دا کتاب دومره ارزښت لري چې د ټولو مهمو برخو په هکله يې بايد په دې ليکنه کې خبرې شوې واي؛ خو دا چې ليکنه يې نشي ځايولي، د يوې مقالې په ځينو برخو يې بسنه کوم: د ((کاري ګوزار)) تر سرليک لاندې په کې يوه ليکنه خپره شوې ده. ليکوال ليکي: «زمونږ د انقلابونو په هيواد افغانستان کې د اتلوليو ډيرې داسې صحنې دي چې که هغو ته ورته يوه هم په بل هيواد کې واي، نو خامخا به يې په ياد څلی جوړ کړی وای او يا به يې د خپل هيواد د وياړمنو ورځو په ليک لړ کې راوستې وای، خو دا چې دلته په يوې پسې بله او په بله پسې بله وي، نو د هماغې ورځې له ياده پرته يې بيا څوک نه يادوي او نه يې له چا سره قدر وي، که څه هم چې د چا په وړاندې وي او يا له چا سره پېښه وي، هغوي به يې هيڅکله هم هېره نه کړي.
همدې ټکي ته په پام مې د يوه کاري ګوزار يادونه کړې او د دې چاپي رسنۍ له لارې مې غوښتل چې په خپله حافظه کې ځاي ورکړي، دغه حماسه د “ټرمپ” د لانجمنې پاليسۍ په وړاندې يو داسې غبرګون و: په ټرمپ د خپلې پاليسۍ له منلو وروسته د پنټګان نظامي چارواکي ډېر خوښ وو، د دفاع وزير يې د ناټو له سرمنشي سره يوځاي د همدې خوښۍ په هوا کې افغانستان ته په خپله فاتحانه! سفر کې را روان شو او لکه څنګه چې ويل کيږي، د ناټو د سر منشي ملتيا يې د يو لړ بدلونونو د اعلان او نوې ستراتيژۍ ته د اهميت ورکولو لپاره وه، چې کابل ته له رسېدو سره سم پرې دطالبانو له لوري بريد ترسره شو.
“جيمز ماتيسن” او ملګري يې په بيړني حالت کې تر ارګه ورسول شول او د امريکا پوځ په دې وياړل چې نوموړي يې تر ارګه روغ رمټ ورساوه، له اشرف غني سره په ګډ خبري کانفرانس کې پرې د وارخطايۍ نښې او هغه څه چې په ده تېر شوي وو له ورايه ښکارېدل، تمه وه چې نوموړي به تر يو وخته تم شي، خو دغه ګوزار يې سفر ډېر لنډ کړ او پرته له دې چې حتي په کوم يوه بيس کې له خپلو پوځيانو سره وګوري په وچه منډه يې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.
هغه فکر کاوه چې د نړۍ د يوه زبر ځواک قوت د لښکر مشر دي، دغه هيواد ته په تلو به يې د همدغسې يوه سرلښکر په توګه هرکلي کيږي، خو دلته چې له کوم څه سره مخ شو، د ده د تمې خلاف او ډېر ورته هيښوونکي وو، هماغه و چې امريکا ته په رسېدو يې د افغانستان د جګړې په اړه وويل: ” د افغانستان جګړه يوه سخته جګړه ده”))
په دغه خورا ارزښتناک اثر کې ټولټال ۳۱۰ مقالې راټولې شوي دي، چې د کتونکو لپاره به يې کتل ډير مفيد وي.
په پاي کې ښاغلي مولوي محمد ابراهيم نبيل ته د ياد کتاب د چاپ مبارکي وايم او خپلې خبرې په دې دعا پاي ته رسوم، چې نوموړي ته دې رب ډېر ژوند ورکړي او قلم دې همداسې څپانده وي.
عطاءالله مبارز