
اترا اداره : په پکتيا کې ۲۲ نوي مخابراتي آنتنونه جوړوو
د اترا ادارې عمومي رئيس الحاج مولوي سيد برات شاه آغا نديم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کيفيت، پوښښ او روان وضعيت د ارزونې او څرنګوالي په موخه خوست او پکتيا ولايتونو ته دوه ورځني سفر وکړ.
د اترا ادارې عمومي رئيس الحاج مولوي سيد برات شاه آغا نديم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کيفيت، پوښښ او روان وضعيت د ارزونې او څرنګوالي په موخه خوست او پکتيا ولايتونو ته دوه ورځني سفر وکړ.په دغه سفر کې الحاج مولوي سيد برات شاه آغا نديم د خوست او پکتيا ولايتونو د مخابراتو د رئيسانو ترڅنګ د اترا ادارې له استازو او د يادو ولايتونو په کچه د مخابراتي شرکتونو له نماينده ګانو سره هم وکتل. مولوي صاحب د اترا ادارې په فعاليتونو اولاسته راوړنو رڼا واچوله او د خوست او پکتيا ولايتونو لپاره يې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې، او په يادو ولايتونو کې يې د مخابراتي پوښښ د پراختيا او لا ښو او باکيفيته خدمتونو وړاندې کولو په هکله اړوندو ادارو او د مخابراتي شرکتونو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز، د اترا ادارې رئيس وويل ،چې ياده اداره په پکتيا ولايت کې د مخابراتي خدمتونو د پرمختيايي بودجې پرمټ ۲۲ نوي مخابراتي انتنونه جوړوي، چې د پکتيا ولايت ډېرو سيمو ته به مخابراتي خدمات ورسېږي. د يادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو د پرمختيايي بودجې له لارې له لومړۍ تر نهمې پروژې پورې د هيواد په کچه په بېلابېلو ولايتونونو کې ټول ټال ۸۶۰ مخابراتي آنتنونه نصب او فعال شوي او د دې لړۍ په لسمه پروژه کې په مجموعي توګه ۴۵۰ سايټونه شامل دي، چې د هيواد په ۱۸ ولايتونوکې د ۲۷۹ نويو مخابراتي سايټونو جوړولو چارې شاملې دي، چې د يو کال په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وړاندې شي.