
اقتصاد
اترا اداره:د مخابراتي خدمتونو بيو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی
د اترا ادارې مسوولین وايي، د انټرنیټي کڅوړو او ټلیفوني اړیکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی. د دې ادارې مسوولین وايي، چې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د انټرنېټ پکېجونو او ټلیفوني اړیکو لپاره نرخونو لپاره حد ټاکل شوی او په بیو کې یې۴۰ تر ۵۰ سلنې کموالی راغلی د اترا ادارې ویاند وايي پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه ۲۵۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده او له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د ټلیفوني اړیکو بیه چې پخوا په یوه دقیقه کې درې افغانۍ وه اوس ۱.۸۵ افغانیو ته راټيټه شوې ده. اترا اداره دغه راز وايي، چې مخابراتي پوښښ د پخوا په پرتله زیات شوی او په لرو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ شوي دي.