روغتیا

ابن سينا عاجل روغتون کې د غوږونو د درملنې څانګه او د اکسېجن د توليد دستګاه پرانيستل شوه

د پلازمېنې کابل ښار اړوند په عاجل ابن سينا روغتون کې پرون د لومړی ځل لپاره د غوږونو د درملنې (ايډيولوژي) څانګه او د اکسېجن د توليد دستګاه جوړې او ګټې اخيستې ته وسپارل شوې.

د پلازمېنې کابل ښار اړوند په عاجل ابن سينا روغتون کې پرون د لومړی ځل لپاره د غوږونو د درملنې (ايډيولوژي) څانګه او د اکسېجن د توليد دستګاه جوړې او ګټې اخيستې ته وسپارل شوې.د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادو څانګو د پرانيستې په مراسمو کې وويل: د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، چې د درملنې په برخه کې ولس د نورو له احتياج څخه خلاص کړي.په ورته وخت کې د عاجل ابن سينا روغتون رئيس دوکتور ګلاب ګل ځدران د يادو څانګو په پرانيستل کېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له ګلبهار ښېګڼيز بنسټ څخه هم مننه وکړه، چې د غوږونو د درملنې څانګې د جوړولو او همدارنګه د خوړنځي د بيا رغونې په برخه کې يې مالي مرسته کړې.د عاجل ابن سينا د اکسېجن توليد دستګاه پر جوړولو ۲ ميليونه افغانۍ او د غوږونو د درملنې پر مرکز او د خوړنځي په بيا رغونه کابو ۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې له دې جملې څخه ۲ ميليونه افغانۍ يې د ياد روغتون له داخلي بوديجې او پاتې پيسې يې د ګلبهار ښېګڼيز بنسټ له لوري ورکول شوې دي.د دغه ښېګڼيز بنسټ وياند محمد عمر ځواک وويل ،چې دوی به له روغتيايي سکتور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې به د هيواد په کچه د يوه ستر روغتون پرانيسته هم وکړي.د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د عاجل ابن سينا روغتون کې د اکسېجن د توليد دستګاه او د غوږونو د درملنې مرکز شتون نه درلود، چې له کبله يې د دغه روغتون ډاکټران او ناروغان له ستونزو سره مخ وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button