
آيا غواړئ چې دينداره شئ؟!
الله تعالي په قرآن مجيد کې فرمايي: ژباړه: ما انسانان او پيريان له خپل عبادت پرته، د بل څه لپاره نه دي پيدا کړي.
الله تعالي په قرآن مجيد کې فرمايي: ژباړه: ما انسانان او پيريان له خپل عبادت پرته، د بل څه لپاره نه دي پيدا کړي.
خو دا چې له انسان سره تل ابليس شيطان مل وي، نو نه يې پرېږدي چې د خپل ژوند د اصلي هدف په اړه فکر وکړي او د الله تعالي عبادت ترسره کړي.
خو په قران مجيد کې په لسګونو ځله انسان فکر، عقل او ځان پوهولو ته رابلل شوی. الله تعالي انسانانو ته په ډاګه کړې چې شيطان ستاسې همېشنی دښمن دی، ځان ترې وساتئ، مقابله يې وکړئ او خبره يې مه منئ.
نو د دې لپاره چې د الله تعالي متقي، مخلص او دينداره بندګان جوړ شو او د شيطان د دسيسو ښکار نه شو، نو بايد چې لاندې دوه اساسي خصلتونه ځان کې پيدا کړو:
اول: بايد چې خپله بڼه او شکل په نبوي سنتو برابر کړو. دا يوه مجربه او معلومه نسخه ده چې عموماً هر هغه څوک چې شکل يې په سنت طريقه برابر کړی وي، حتماً د نورو فاسقو او فاجرو خلکو په پرتله ځان له ګناه ساتي، پر بدو کارونو شرميږي او په هره برخه کې د نورو په پرتله ښې چارې تر سره کوي.
مثلاً که يو مسلمان ږيره پرېږدي او ښايسته پګړۍ پر سر کړي، نو هغه بيا تر ډېره حده کوشش کوي چې له ناوړه مجالسو ځان وساتي، د جماعت پابندي وکړي او اراده يې دا وي چې په ټولو چارو کې يو پابند مسلمان واوسي.
خو بل طرف ته يو فاسق او فاجر چې سر يې لوڅ، پايڅې يې ښکته، ږيره يې خريلې او ځان يې د کفارو په شکل جوړ کړی وي، نو که په عمومي توګه فکر وکړو، دغه شان خلک هر ډول ناوړه مجالس او بدې چارې د ځان لپاره عادي بولي او په هيڅ نه شرميږي.
دوهم: داعيان جوړ شئ!
دا تر ټولو مجربه نسخه ده. هغه خلک چې نورو ته د ښو کارونو امر او له بدو منع کوي، حتماً به د نورو په پرتله ځان ملتزم بولي، ښو چارو کې به مخکښ وي او له بدو به تر ډېره حده ځان ساتي.
مثلاً؛ نورو خلکو ته د لمانځه او جماعت توصيه کوئ، نو خپله حتماً په جماعت کې پابند شئ. خلکو ته د ذکر توصيه کوئ، خپله به ذاکرين جوړ شئ. خلک له موسيقي، نشو او تماشو منع کړئ، نو خپله به تر ډېره حده ترې خوندي یاست. خلکو ته د ږيرې پرېښودلو او پګړۍ په سرولو توصيه کوئ، نو خپله به هم په سنت طريقه برابر ياست.
خلاصه دا چې کله يو مسلمان خپله بڼه د يو ملتزم مؤمن په څېر جوړه کړي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سپېڅلې فريضه د خپل ژوند هدف وټاکي، نو هغه کې به حتماً تقوا، اخلاص او دينداري پيدا کيږي.
سعید غلجی